د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف او قامي وطن ګوند لارې بېلې کړې


پېښور - د خیبر پښتونخوا صوبايي اېتلافي حکومت دوو ګوندونو - تحریک انصاف او قامي وطن – لارې بېلې کړې دي.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، که تحریک انصاف پر ځېنو موضوعاتو ورسره اختلاف لاره نو د خبري غونډې پر ځای به یې ورسره مشوره کړې وای.

ده د اتوار پر ورځ په پېښور کې مشال راډیو ته وویل، تحریک انصاف ورسره خبرې ونکړې نو دوی د صوبايي حکومت برخه نه دي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د صوبايي حکومت د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان د خالي پر ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د پاناما اسنادو او پخواني وزیراعظم نواز شریف په اړه د دواړو ګوندونو په دریځ کې توپیر وو نو ځکه لارې بېلوي:

((زموږ په فکر او تګلارو کې ډېر فرق دی، لارې مو بېلې دي نو یوازې د حکومت کولو لپاره یوځای نشو پاتې کېدای.))

افتاب احمد خان شېرپاو وویل، دوی چې د اېتلاف موافقه کړې وه په هغې کې پرېکړه شوې وه چې د سیاسي اختلافاتو په صورت کې به لومړی د دواړو ګوندونو غړي سره خبرې کوي، که مسله هواره نشي نو بیا به پر صوبايي سطح د دواړو ګوندونو مشران سره غږېږي او بیا به د مرکزي کچ ګوندي مشران خبرې اترې کوي.

ده وویل، تحریک انصاف داسې هېڅ ونکړل او مستقیماً یې رسنیو ته مخه کړه نو اوس ((هېڅ ګنجایش نشته)) او دوی نور له اېتلافي حکومته وتلي دي.

XS
SM
MD
LG