نوموړي په سېشنبه په تبليسي کې د جارجيا له وزیراعظم ګورګي کویریکاش ویلي سره د ګډې خبرې غونډې پر مهال وويل چې امريکا له جارجيا سره ولاړه ده.
پينس زياته کړه چې روس اوس هم د جارجيا پر پنځمه برخه قابض دی. روس د جارجيا پرې کړل شوې سيمې ابخازيا او جنوبي اوسيتيا د خپلواکه هېوادونو په توګه پېژني.
دا سيمې په ۲۰۰۸م کال کې د پنځه ورځنۍ جګړې په پايله کې بېلې شوې وې.
روس اوس په دې دوو سيمو کې زرګونه پوځيان لري. مايک پينس له دې وړاندې له کویریکاش ویلي سره د ليدو پر وخت هغه ته د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا سلام او له جارجيا سره د ملاتړ پېغام ورکړ.
پينس زياته کړه چې امريکا جارجيا خپل مهم سټراټيجيک ملګری ګڼي او د دوی د مځکنۍ بشپړتيا پر دريځ او په ناټو ايتلاف کې به د دوی د غړيتوب پر هيله ورسره ملګرې وي.
تېره ورځ تبلیسي ته د رسېدو پر مهال مایک پینس ته په زرګونه خلکو هرکلی ووايه. نوموړی پلان لري چې په جارجیا کې کیدونکې د ناټو ګډ پوځي مشقونه هم وګوري چې د جارجیا شاوخوا۸۰۰ او د امریکا ۱۶۰۰ سرتیري برخه پکې اخلي.
پينس به په چارشنبه په مونټينېګرو کې وي چې تازه د ناټو غړیتوب ورکړل شوی دی. د پخوانۍ یوګوسلاویا دا هېواد د روس له لوري اندېښنه لري.
مایک پنس به سبا د مونټينېګرو په پلازمېنه پودګوریڅا کې د البانیا، مقدونیا، کروشیا، بوسنیا هرزګووينا، سلووینیا او سربیا د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.