د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انسانانو قاچاقولو یوه لویه ډله له منځه وړل شوې


د انسانانو یوه قاچاق وړونکې شبکه چې ایرانيان یې په ناقانونه توګه بریټانیا ته انتقالول له منځه تللې ده.

د اروپا پولیس یوروپول وايي، څه باندې سل تنه یې نیولي چې د انسانانو قاچاقولو یوې شبکې غړي ول.

دغو پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې قاچاقیانو مرکز د هسپانیې په ختیځ کې په مالاګا ښار کې وو.

د یوروپول په خبره د انسانانو قاچاقولو دې شبکې له هر یوه کسه ۲۵ زره یورو اخېستلې او په بدل کې یې د هسپانیې جعلي پاسپورټ، د الوتکې ټکټ او د اوسېدو ځای ورکاوه.

د هسپانیې د پولیسو له یو کلنې هڅې وروسته د دې قاچاقیانو ۱۴ کسان په مالاګا ښار کې ونیول شول.

اخوا ۴۲ تنه چې په دې شبکې یې هسپانوي سندونه خرڅول هم نیول شوي دي.

یوروپول یا د اروپا پولیس وايي، د انسانانو د قاچاق د دې شبکې مشر په داسې حال کې د لندن په هېټرو هوايي ډګر کې ونیول شو چې غوښتل یې برازیل ته ولاړ شي.

۴۴ تنه ایرانیان په بېلابېلو اروپايي ښارونو کې پیژندل شوي چې جعلي پاسپورټونه لري.

د انسانانو د قاچاقولو دې شبکې په اړه چې په یوه اساسي تشکیل کې یې کار کاوه او هر غړي یې خپله دنده مخته وړله، تر هغه وروسته څېړنې پیل شوې چې اووه غړي یې پروسږ کال په هامبورګ کې ونیول شول.

د څېړنو په پایله کې روښانه شوه چې دا اوه کسان له مالاګا نه بریتانیا ته روان ول او بیا وروسته پولیسو په هسپانیې کې اوه نور ایرانیان چې یو پنځه کلن ماشوم هم پکې و وموندل.

د هسپانیې ملي پولیسو، د اروپا پولیسو، د پرتګال د سرحدي چارو او کډوالۍ ادارې او د بریتانیا کډوالۍ ادارې دا څېړنې په ګډه مخته وړې دي.

XS
SM
MD
LG