د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د روس په سمييزو ټاکنو کې مخالفه کانديدان له قانوني خنډ سره مخامخ دي"


يوجيني روازمن په ۲۰۱۳ م کال کې د ولاديمير پوتين ګوند ته ماتې ورکړې وه.
يوجيني روازمن په ۲۰۱۳ م کال کې د ولاديمير پوتين ګوند ته ماتې ورکړې وه.

په روس کې د ۲۰۱۸ م کال ولسمشريزه ټاکنو له مخه د سږکال سپټمبر پر لسمه نېټه ددې هېواد په ۱۶ برخو کې سمييز انتخابات کېدونکي دي.

خو د ولسمشر ولاديمير پوتين مخالفه سياستوالان وايي چې دوی د رواړل شوي قانون له مخې نشي کولی په دغو ټاکنو کې برخه واخلي.

د دوی په وينا، د ميونسپل فلټر په نوم د قانوني طريقه کار هدف هغه کانديدان له مخې اېستل دي چې کريملين ملاتړي اميداوران په ممکنه توګه ننګولی شي.

د سمييزو انتخاباتو دغه قانون ديمتري ميدويدوف په۲۰۱۲ ميلادي کال راوړی وو چې له مخې يې په انتخاباتو کې برخه اخستونکيو کانديدان لپاره لازمه ده چې د کانديد جوړېدو لپاره به له پنځو تر لسو فيصده ځايي استازيو څخه لاسليکونه ترلاسه کوي.

د روسيې په ټولو برخو کې د ځايي پارلمان د استازيو تړاو د ولاديمير پوتن په مشرۍ واکمن ګوند سره دی نو ځکه د مخالفه کانديدانو لپاره د اړينو لاسليکنو ترلاسه کول يو ګران کار دی. کارپوهان

په دوی کې يو هم د روس د څلورم لوی ښار اورلاس ولسوال يا ميير يوجيني روازمن هم دی چې په ۲۰۱۳ م کال کې يې د ولاديمير پوتين ګوند ته ماتې ورکړې وه.

نوموړي تېره اوونۍ د مشال راډیو روسي څانګې ته وويل چې که قانون يې په مخ کې خنډ نه شو نو په ډېره اسانه به انتخابات وګټي.

کارپوهان وايي، د روس په ټولو برخو کې د ځايي پارلمان د استازيو تړاو د ولاديمير پوتين په مشرۍ واکمن ګوند يوناييټډ رشيا پارټۍ سره دی نو ځکه د مخالفه کانديدانو لپاره د اړينو لاسليکنو ترلاسه کول يو ګران کار دی.

۴۵ کلن يوجيني روازمن وايي، واکمن ګوند ځان ته سياسي مېدان پاک کړی دی او هېڅ يوه پياوړي کانديد ته اجازه ورکړل شوې نه ده چې په ټاکنو کې برخه واخلي او ده پخپله هم کوشش وکړ خو بلاخره دې نتيجې ته ورسېد چې د ميونسپل فلټر په نوم قانون دده په مخ کې خنډ دی.

خو د نوموړي ناقدين وايي چې هغه د کانديتوب لپاره د اړينو لاسليکونو ترلاسه کولو لپاره هيڅ کوشش کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG