د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوبل واله سوچې دې د روهنجیا پېښې وغندي: د ملالې غوښتنه


ګڼو فعالانو له انګ سان سوچي دا هم غوښتي چې د سولې نوبل جایزه بیرته د نوبل کمېټۍ ته وسپاري.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د میانمار له مشرې انګ سن سوچي غوښتي چې په دغه هېواد کې د روهینجیا مسلمانانو پروړاندې روان تاوتریخوالی وغندي. انګ سان سوچي هم د سولې نوبل جایزه ګټلې ده.

ملالۍ یوسفزۍ ویلي چې نړۍ په دې تمه ده څو د سوچي غږ واوري.

په روهینجیا کې په وروستیو څو ورځو کې ۹۰ زره مسلمانان د تاوتریخوالي په سبب چې حکومت یې ډېره پړه په روهینجیا اورپکو هم اچوي بنګله دېش ته تښتېدلي دي.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې:" ما په څو واره دا شرموونکې او نه مننونکې پېښه غندلې ده او اوس هم په تمه یمه چې د سولې نوبل واله سوچي هم دا پېښه وغندي"

د میانمار د روهینجیا لږکیو مسلمانانو پروړاندې د تاوتریخوالي په غبرګون کې انتقادونه زیات شوي دي.

ګڼو فعالانو له انګ سان سوچي دا هم غوښتي چې د سولې نوبل جایزه بیرته د نوبل کمېټۍ ته وسپاري.

برما: د تاوتریخوالي له کبله روهنجا او بودایان دواړه کډوال شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

XS
SM
MD
LG