رایټرز خبري اژانس په امریکا کې د سمندري توپان په اړه لیکي چې د کرابین جزیرو نه راوتلی توپان به د یکشنبې په ورځ د فلوریډا سواحلو ته ورسیږي. د « ارما » په نوم دغه توپان د کیوبا په شمالي برخو کې په لویه پیمانه تباهي خوره کړې او اوس د فلورېډا چارواکو د ممکنه خطر له وجې خلک د ساحلي سیمو نه په زیات شمېر کې ویستلي دي.
په امریکا کې د توپانونو د اندازې لګولو مرکز « هرکین سنټر» وايي پرون سهار په فلورېډا ریاست کې د سمندري توپاني سیلۍ رفتار په یوه ساعت کې د ۱۵۰ کیلومیټرو برابر و. دغه سنټر وايي د فلوریډا سواحلو ته په رسیدو به د توپان شدت په یوه ساعت کې ۲۱۰ کیلومیټرو ته پورته شي.
رایټرز اژانس لیکي په کرابین جزیرو کې یاد توپان ۲۲ کسان وژلي دي او دا وېره لیدل کېږي چې په نورو سیمو کې به هم د خلکو سر او مال ته زیانونه ورسوي. فلورېډا د ابادۍ له پلوه د امریکې درېم لوی ریاست دی. حکومت له دې وېرې چې خلکو ته به مالي یا ځاني زیانونه واوړي، جدي اقدامات پیل کړي دي.
رایټرز اژانس لیکي د توپان له کبله چارواکو د فلوریډا ریاست په « پام بیچ » سیمه کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ملکیت کې له سیمې « مارالاګو » نه هم خلکو ته د وتلو امر کړی دی. د الوتکو د پروازونو د څار ویب پاڼې لیکلي چې د خراب موسم له وجې فلوریډا ته له دوو زرو زیات پروازونه ځنډول شوي دي.
رایټرز اژانس لیکي وروسته له هغې چې ځايي چارواکو د خالي په ورځ په فلوریډا کې خلکو ته د انخلا امر وکړ، له میامي نه زرګونو خلکو خوندي ځایونو ته کډې وکړې او ښار له خلکو خالي معلومیږي. په فلوريډا کي چارواکو دري شپيته لکو خلکو ته د سيمې نه د وتلو حکم کړیدی. رایټرز لیکي د توپان زیانونه به د بیمو کمپنیو ته د اربونو ډالرو تاوان ورسوي.
رایټرز اژانس د کیوبا د چارواکو په حواله لیکي د ۱۹۳۲ کال نه پس په لومړي ځل د پنځمې درجې سمندري توپان د دغه هیواد ساحلي سیمې ځپلې دي او د لسو لکو نه زیات خلک له سیمې په وتو مجبوره شوي دي.