پراګ - افغان لیکوال، خبریال او پېژندل شوي شخصیت استاد سعدالدین شپون د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په لسمه د ۸۴ کالو په عمر کې د امریکا په ورجینیا ایالت کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
د نوموړی زوی وزیراکبر شپون مشال راډیو ته وویل د پلار جنازه به یې څو ورځې وروسته افغانستان ته ولېږدول شي او د هغه د وصیت سره سم به په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شي. دی زیاتوي:
« ابا مې په ژوندوني وصیت کړی و چې د ننګرهار په خوګیاڼو کې به یې خاورو ته سپارو. دا چې په خوګیاڼیو کې امنیتي وضع ښه نه نو موږ به یې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې خاورو ته وسپارو.»
استاد ۸۴ کاله وړاندې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د قاضي برهان الدین خان کره نړۍ ته سترګې غړولې وې. پلار یې د اتحاد خان اباد په نوم د ورځپاڼې مدیر و. د دوی مشر ورور منهاج الدین ګهیځ و چې د ګهیځ په نوم د اونېزې مسول مدیر و.
نوموړي په حبیبیه لیسه کابل کې د لېسې ترکچې زده کړې کړې وې، بیا وروسته امریکا ته تللی و او هلته یې په ادبیاتو کې ماستري اخېستې وه. دی د کابل او کوپن هاګن په پوهنتونونو کې استاد هم پاتې شوی و. څو لسیزې یې په امریکا غږ کې د خبریال په توګه هم دنده پر مخ وړې وه.
د استاد شپون په اثارو کې د بنګي غاړه، و نه و یو شپون و، شین ټاغی، ګټیالی، د سمڅې یاران او ښایستو د یادولو وړ دي. نوموړی په دې تېرو څو کلونو کې په خپل یو بل ناول په کار بوخت و. په دې وروستیو کې یې مشال راډیو ته د خپل ناول په اړه وویل:
« اوس درته هېڅ هم نه وایم، کله چې مې بشپړ کړ اول به تا خبر کړم. که په نورو ناولونو مې خبرې غواړې نو زه حاضر یم. »
استاذ شپون ومړ، نو ایا هغه ناول به یې پوره کړی وي؟ دا پوښتنه مې د وزیراکبر شپون نه وکړه، هغه راته وویل:
« ابا مې په وروستي ځل چې د خبرو کولو وس یې درلود، د خپل وروستي ناول په اړه راته وویل چې دا به چاپ کوې. د ناول نوم په عربۍ کې دی چې مانا یې ده، زه دې ولې ووژلم؟ »
د افغانستان په داستاني ادبیاتو کې د استاد سعدالدین شپون نوم به تل په زرینو کرښو کې لیکل کېږي. د ده په لیکنو کې د هندي لیکوال خوشونت سینګ په څېر بغاوت، ساده ګي او خوږوالی محسوسیږي. ده به ویل، لیکل ولس ته کوې نو پکار ده چې د ولس په ژبه یې وکړې.
استاد شپون که څه هم د تېر عصر لیکوال و، خو په معاصرو وسایلو هم تر یوه بریده پوهېده. د ورجینیا په پرنس ویلیمز سیمه کې یې د کور په دوهم پوړ کې یوه کتابخانه درلوده، هملته یې یو ډیسک ټاپ او بل لیپ ټاپ کمپیوټر اېښی و، پخپله به یې خپلې لیکنې کمپوزولې. مبایل یې درلود، فیس بک یې کارولو. که څه هم د فیس بک له حساسیتونو یو څه بې خبره و او یا یې هم په لوی لاس کله کله داسې راپارونکې جملې ولیکلې چې په لر او بر کې به یې ناندرۍ را وپارولې. خو د دې باوجود هم د لر او بر په لیکوالو یو شان ګران و. د پښتونخوا یو ځوان او د پښتو ژبې لیکوال او شاعر راشد خټک یې د سمڅې یاران ناول اردو ته ژباړلی و او یاران غار نوم یې ورله ورکړی و. څو کاله مخکې پورې یې د نظر دید ښه کار کولو، په خپله به یې موټر چلولو. دوه موټرې یې لرلې، د خپل موټر په لمبر پلیټ یې « توره بوړه » او د مېرمنې د موټر په لمبر پلیټ یې « ښایستو » لیکلي وو. مېرمن یې زرمینه شپون وايي:
« شپون ټول عمر یو مهربانه او مینه ناک خاوند په توګه راسره چلند کړی. د عمر وروستي څو کلونه د یو بل سره په یواځې کور کې وو. لکه د یو ملګري په څېر یې نازولم. ښایستو به یې راته ویل. په خپلو لیکنو کې به یې یادولم. موږ داسې غم نه و لیدلی، نپوهېږو د شپون جدايي به زه او زما اولادونه څنګه زغمو. »
د استاد شپون دوه زامن دي چې وزیراکبر او میرویس نومیږي او دوې لوڼې هم لري چې درخانۍ او کوچۍ نومونه یې دي. اوس یې اولادونه هم د اولادونو خاوندان دي او هملته په امریکا کې ژوند کوي. په ژوندوني مې ترې پوښتلي وو، استاذ کوم اولاد دې درباندې ډېر ګران دی؟ ویل یې:
« دا میرویس یو عجیبه خوی لري، نه پوهېږم ولې مې له نورو زړه ته نږدې دی؟ دا نور هم اوبو نه دي راوړي دوی مې هم خوښیږي. »
استاد شپون د خپلو ملګرو په مرګ خپه کېدو او تل به یې د هغوی پر مړینه لیکنې کولې او هغه لیکنې به یې له نورو سره شریکولې. د نن نه نږدې شل کاله وړاندې چې د استاد پسرلي زلمی زوی او د پښتو ژبې تکړه لیکوال او شاعر امان الله ساهو وفات شو نو ده لیکلي وو، نوبت زما و، خو ساهو رانه واخېست.
نن د استاد شپون نوبت هم راغی او د تل لپاره یې د پښتو ادب، خپلو مینه والو، کورنۍ او د ناولونو د کرکټرونو سره خدای پاماني وکړه. هغه جهان یې ښایسته او ګور یې له نورونو ډک شه.