ټاکل شوې ده د امریکا ولسمشر به د نړۍ له مشرانو وغواړي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ تر غونډې یوه ورځ مخکې په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو لپاره بحثونه وکړي.
ولسمشر ټرمپ به د سېشنبې په ورځ دغې غونډې ته د لومړي ځل لپاره وينا وکړي.
په دې غونډه کې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون هم د خپل هېواد د مشر په توګه د لومړي ځل لپاره ګډون کوي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دغې غونډې ته نه ورځي چې پخوا يې هم يوازې څو ځلي په ورته غونډو کې ګډون کړی دی. همدا راز د جرمني صدراعظمه انګيلا مېرکل هم ګډون نه کوي او د هېواد بهرنیو چارو وزير به یې د دې پرځای غونډې ته ورشي.
د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي انتونيو ګوترس به چې پخوا د پرتګال وزیر اعظم وو، د دې غونډې مشري کوي.
د نړۍ مشران به د نورو موضوعاتو ترڅنګ ډېره توجه د ملګرو ملتونو لهخوا د شمالي کوريا پر بالسټیک توغندیو او اټمي پروګرام لګېدلو بنديزونو څخه د دې هېواد دوامداره سرغړونو ته کوي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او ډېری نورو هېوادونو د پيونګيانګ د ميزائيلو تجربې غندلي دي چې وروستی ځل یې د سیپټمبر په ۱۵مه وو او توغندي يې د جاپان پر هوايي حریم تېر شول.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا دا تجربه پاروونکې وبلله.
خو تراوسه د نړۍ ټول هېوادونه يوه توافق ته نه دي رسېدلي چې څه وړ باید د شمالي کوریا پر وړاندې بنديزونه پلي شي.
چين او روسيې د امریکا هغه وړانديز رد کړی چې وايي، د شمالي کوريا د اټمي پروګرام د مخنیوي لپاره بايد د دې هېواد پر وړاندې مستقيم اقدامات وشي.
شمالي کوریا به د ملګرو ملتونو دغې غونډې ته د ټيټې رتبې استازي لېږي.
د نړۍ مشران به همدا راز د هغو څلورو لکو روهنګيا مسلمانانو په اړه خبرې کوي چې د تاوتريخوالي له کبله له برما څخه تېښتې ته اړ شوي او د بنګله دېش په کمپونو کې شپې ورځې تېروي.
په نورو موضوعاتو کې ښايي د ترورېزم او اقليمي بدلون په اړه هم جدي بحثونه وشي.
ټرمپ پخوا پر ملګرو ملتونو علني انتقاد کاوه. د ده د ادارې کارکوونکي وايي، دی به په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړي، په ځانګړي توګه به له غړو هېوادونو وغواړي چې پر نړيوالو پروژو لکه په سوله ساتې عملياتو کې برخه واخلي چې کلنی مصرف يې اته میليارده ډالر دی.