د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق کردان د خپلواکۍ لپاره رایې ورکوي


د بغداد له ګواښونو سره- سره چې وايي د عراق پیوستون ساتلو لپاره به جګړه وکړي، د دغه هېواد په خودمختاره کردستان سیمه کې نن [د دوشنبې ګهیځ] د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه پیل شوې.

د کردستان د سیمه ییزې ادارې مشر مسعود بازاني ویلي، نننۍ ټولپوښتنه چې اجرائیه بڼه نه لري، د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره د خبرو اترو د اوږده بهیر لومړی ګام دی.

د عراق کردستان له ۱۹۹۱ کال راهیسې خودمختاره دی او د اسلامي دولت سختدریځې ډلې داعش پروړاندې جګړه کې یې مهمه ونډه لرلې ده.

د کردستان د سیمه ییزې ادارې مشر مسعود بارزاني
د کردستان د سیمه ییزې ادارې مشر مسعود بارزاني

په کردستان کې د رایېورکولو نېږدې ۱۲ زره مرکزونه تر دوولس ساعتونو پورې په سیمه ییز وخت د سهار له اتو بجو پرانېستل شول او په سیمه کې له ۵،۳ میلیون زیات وګړي د رایېورکولو جوګه دي.

که څه هم په دې شک نه شته چې په دغه ټولپوښتنه کې به ګډونوال په غوڅ اکثریت خپلواکۍ ته رایه ورکړي خو لومړنۍ نتیجه به یې په ۲۴ ساعتونو کې اعلان شي.

مسعود بارزاني د یکشنبې/اتوار په ورځ په ایربیل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له بغداد سره شراکت ناکام شوی او دوی به بیرته ور و نه ګرځي او په ټولو کردانو یې غږ وکړ په سوله ییز ډول رایه ورکړي.

ملګرو ملتونو، د امریکا متحدو ایالتونو او یوشمېر نورو لوېدیځو ځواکونو اندېښنه ښودلې چې دغه ټولپوښتنه ښایي د اسلامي دولت سختدریځې ډلې [داعش] پروړاندې له جګړې پام بلې خوا ته واړوي او په لانجمنو سیمو کې ښایي د شخړو رامنځته ته کېدو سبب شي.

له دغه ریفرانډم سره د بغداد شییعه حکومت، ګاونډیانو ترکیې او ایران هم چې په خپلو کې هېوادونو کې یې کردان اقلیت دي، مخالفت کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې که د خپلواکۍ لپاره د عراق کردستان ټولپوښتنه د ترکیې ملي امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي، انقره به د نړیوال قانون له مخې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

دې وزارت وویل چې دغه ټولپوښتنه په رسمیت نه پیژني او نتیجه به یې هم د اعتبار وړنه وي.

انقرې دغه راز د عراق د کردستان سیمه ییزه اداره تورنه کړه چې د عراق او ټولې سیمې سولې او ثبات ته یې ګواښ متوجه کړی دی.

د عراق وزیر اعظم حیدر ال عبادي د یکشنبې په ورځ په ټلویزیونې وینا کې دغه ټولپوښتنه د اساسي قانون او د مدني سولې خلاف وباله.

د عراق فلومړی وزیر حیدر ال - عبادي
د عراق فلومړی وزیر حیدر ال - عبادي

عبادي وویل بغداد به د هېواد د یووالي ساتلو لپاره له ټولو ضروري اقداماتو کار واخلي.

نوموړي دغه راز وویل چې دغه ټولپوښتنه ښایي قومي اختلافاتو ته لار هواره کړي او عراقیان به له سختو خطرونو سره مخامخ کړي.

په تهران کې هم د ایران د ملي امنیت د عالي شورا ویاند کیوان خسروي وویل چې هېواد یې د عراق د حکومت په غوښتنه د کردستان له سیمې سره ټولې الوتنې بندې کړي دي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیپ اردوغان دفتر وویل چې اردوغان او ایران ولسمشر حسن روحاني په ټیلفوني خبرو کې د دغه ټولپوښتنې په اړه خپلې اندیښنې سره شریکې کړې او ویې ویل چې هغه ښایي په سیمه کې د ګډوډۍ د رامنځته کېدو سبب شي.

د ترکیې وزیر اعظم بن علي یلدرېم ویلي چې هېواد به یې هېڅکله هم له خپلو جنوبي پولو سره د هرنوي دولت جوړېدل یا د سیمې د موقف بدلېدل ونه زغمي.

د کردستان د سیمه ییزې ادارې مشر مسعود بارزاني ویلي، تمه نه کوي چې تر ټولپوښتونې وروسته به د کردانو د خپلواکۍ پر وړاندې د نړیوالو سخت عکس العملونه ډېر دوام وکړي.

هغه همدا راز هغه اندیښنې بې ځایه وبللې چې ګواکې له دغه ریفرانډم سره به سیمه بې ثباته شي او ژمنه یې وکړه چې په سیمه کې د نویو پولو د اېستلو غوښتونکی نه دی.

د عراق د کردستان چارواکو ویلي چې دغه ریفرانډم په درې ولایتونو داهوک، ایربیل او سلېمانیه کې چې رسما د کردستان په خودمختاره سیمې پورې تړلي او هم یې په یوشمېر څنګلوریو سیمو کې ترسره کېږي.

د تیلو بډایه کرکوک، مخمور، خانقین او سینجار هغه لانجمنې سیمې دي چې په کې دغه ټولپوښتنه ترسره کېږي.

کرد پیشمرګه جنګیالیو له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اسلامي دولت سختدریځې ډلې [داعش] پروړاندې د جګړې په ترڅ کې پر اکثرو دغو سیمو خپل کنټرول ټینګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG