د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اردوغان د کردستان غوښتونکو ته خبردار ورکړی


د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د سېشنبې په ورځ په انقره کې د عراق خپلواکې کرد سیمې ته خبر داری ورکړی چې که چیرې دوی د خوراکي توکیو ډک ټرکونه دغه سیمې ته لیږل ودروي نو کردان به له لوږې سره مخ شي.

هغه د کرد سیمې د پرونۍ تر سره شوې ټولپوښتنې سخت مخالفت وکړ او وې ویل چې لهدوی سرهاقتصادي او پوځي لارې هم شته چې د دغه ریفریڼدم په ځواب کې یي استمالولای شي.

دغه پوښتنه چې د دوشنبې په ورځ ترسره شوه، ملګرو ملتونو، امریکا او نورو غربي قوتونو یې په اړه خبرداری ورکړی چې دا اقدام په ټوله سیمه کې د تناو یوه نوې لړۍ رامنځ ته کولای شي.

په عراق ایران ، ترکي او شام کې څه نا څه درې کروړه کردان اوسیږي.

بلخوا بغداد هم خبرداری ورکړی چې د عراق متحد ساتلو لپاره مبارزه کوي چې پکې به په کردي سیمې د تیلو امدن بندولو خبره هم شامله وي.

خو د کردي سیمې ولسمشر مسعود برزاني ویلي دي چې دا ریفرینډم یې د سیمې د خپلواکۍ لپاره د مذاکراتو د اوږدې لړۍ اولنی ګام دی.

کردي سیمه چې له ۱۹۹۱م کاله راهیسې نیمه خپلواکي لري د داعش خلاف جګړه کې یې مهم کردار ترسره کړی دی.

په دې ریفرینډم کې له رایو ورکوونکو یوه پوښتنه شوې چې ایا کردي سیمه او له دې سره تړلې برخې یو ازاد هېواد جوړول غواړي او که نه؟

د دې ټولپوښتنې حتمي نتیجې به د روانې سپټمبر میاشتې پر ۲۸ مه نېټه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG