د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق پارلمان کردستان ته د پوځ استولو پرېکړه وکړه


د عراق لوی درستیز عثمان الغانمي تېره ورځ د کردستان خپلواکۍ ټولپوښتنې د نتیجې تر اعلان وروسته تهران ته ولاړ او د عراق وزیر اعظم حیدر العبادي پیغام یې د ایران ولسمشر حسن روحاني ته وسپارلو.

د عراق پارلمان له وزیر اعظم حیدر العبادي څخه وغوښتي چې د کردستان، کرکوک سیمې ته پوځیان واستوي او هلته د تېلو زېرمې ولکه کړي.

په بغداد کې د چارشنبې په ورځ د پارلمان رئیس سلیم الجبوري وویل:

"حکومت باید په شمال کې د کرکوک تیلو زیرمې بېرته خپلې کړي، همداراز هغه سیمې چې اختلاف پرې شته ونیسي او د تیلو فدرالي وزارت باید د دغو څارنه وکړي او واک یې خپل کړي او هره ډله چې په سیمه کې نفوذ لري هغه پرې نه‎ږدي چې مداخله وکړي."

د عراق د پارلمان رئیس سلیم الجبوري
د عراق د پارلمان رئیس سلیم الجبوري

د عراق مرکزي پارلمان د چارشنبې په غونډه کې دا پریکړه هم وکړه چې د کردستان سرحد باید له بهر سره وتړل شي.

د پارلمان تر اعلان وروسته اردن اعلان وکړ چې د کردستان اربیل او سلیمانیه ښارونو ته به د جمعې ورځې ماښام له شپږو بجو وروسته د اردن شاهي هوایي چلند الوتکې خپلې الوتنې وځنډوي.

دغه هوایي شرکت د اوونۍ ۱۰ پروازه اربیل او درې هم سلیمانیه ته لري.

د عراق کردانو د دوشنبې په ورځ د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وکړه چې نتیجه یې پرون چارشنبه له دې سربېره خپره شوه چې د عراق وزیر اعظم حیدرالعبادي یې د نه خپرېدو خبرداری ورکړی وو.

د کردستان د انتخاباتو او ټولپوښتنې د خپلواک کمېسیون مشر هندرین محمد نتیجه داسې اعلان کړه:

" ۷۲ اعشاریه ۱۷ فیصده خلکو په ټولپوښتنه کې برخه واخېسته. د ټولو رایو شمېر دوه میلیونه درې سوه پنځه اتیا زره وو. ۹۲اعشاریه۷۳ فیصده رایو مثبت ځواب ورکړی او اووه اعشاریه اووه ویشت فیصدو مخالفت کړی دی. "

د کردانو مشرانو د دوشنبې په ورځ ویلي ول چې دوی د عراق له مرکزي حکومت سره خبرو ته تیار دي.

خو په چارشنبه د عراق وزیر اعظم حیدرالعبادي د کردانو غوښتنې په ځواب کې وویل چې د اساسي قانون په چوکاټ کې خبرې کېدای شي او کله به هم د ټولپوښتنې د نتیجې پر سر خبرې و نه کړي.

XS
SM
MD
LG