د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاس ویګاس کې له بریده د مړیو شمېر ۵۹ تنو ته ورسېد


په لاس ویګاس ښار کې پر یوه کنسرټ تر برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په چارشنبه به د پېښې ځای ته ځي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال په لاس ویګاس کې پر ملکیانو برید یو شریر اقدام وباله.

د وروستیو راپورونو له مخې په هغه برید کې ۵9 تنه وژل شوي او تر ۵۲۷ ژوبل دي.

په لاس ویګاس کې د یکشنبې شپه دا برید د امریکا په تاریخ کې د یوه کس له لوري په ډزو تر ټولو خونړۍ هغه بلل شوې ده.

حمله کوونکی چې ۶۴ کلن و، د هوټل له دوه دېرشم منزله کنسرټ ته پر راټولو شویو خلکو چې شمېر ۲۲ زره تنو ته رسېده، ډزې پیل کړې.

له دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې وویل، هېڅوک په دې ډول شریرو کارونو د امریکایانو ترمنځ یووالی نه شي زیانمنولی.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ یووالی د شریرو اقداماتو په وجه له منځه نه ځي، زموږ یووالی په تشدد نه شلېږي، سره له دې چې موږ د خپلو خلکو په وژلو غوسه یوو، دا زموږ مینه ده چې زموږ نن او سبا د تل لپاره ټاکي."

ټرمپ: دا ډول حملې زموږ یووالی نشي زیانمنوالی.
ټرمپ: دا ډول حملې زموږ یووالی نشي زیانمنوالی.

پولیس د «مندلي بې» هوټل مخې ته د کنسرټ لپاره پر راټولو شویو خلکو د بریدکوونکي په اړه وايي چې هغه سټېفن پیډاک نومېږي د نووادا ایالت د متقاعدانو (ریټایرډ) په هستوګنځي کې اوسېدلو.

سره له دې چې داعش وسله والې سختدریځې ډلې د دې برید مسولیت پر غاړه اخېستی دی، امریکايي چارواکي د دې ادعا په اړه شک لري.

یوه پولیس چارواکي وویل، سټېفن پیډاک د رواني ناروغۍ سابقه لرله.

د ده پلار په ۱۹۶۰ او اویایمه لسیزه کې له بانکه د غلا په خاطر د پولیسو تر پلټنې لاندې وو.

پیډاک په خپله کلونه مخکې د پیلوټۍ لایسنس درلود او ورته نېږدې کسان وايي چې نوموړی په ځان کې ورک او منزوی سړی و.

خو له بلې خوا د داعش یا اسلامي دولت د سخت دریځې ډلې خبري اژانس اعماق ادعا کړې چې د لاس ویګاس حمله کوونکی څه موده مخکې مسلمان شوی وو.

په دغه مرګونې حمله کې ۵۸ تنه وژل شوي.
په دغه مرګونې حمله کې ۵۸ تنه وژل شوي.

د امریکا ولسمشر له دې پېښې وروسته امر وکړ چې د دغه هېواد بیرغ دې دباندې او دننه په متحدو ایالتونو کې نیم ځوړنده شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا پېښه په کلکه وغندله او د امریکا له حکومت او ملت سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

ویل شوي چې بریدګر د هوټل یوې کوټې ته له ځانه سره ۱۰ ماشینګڼې وړې وې.

په دې اړه څېړنې روانې دي چې ده له دې سره سره چې هوټل امنیتي کېمرې او امنیتي بدرګه لرله، څنګه د هوټل کوټې ته وسلې وړې وې؟

XS
SM
MD
LG