د امریکا دفاع وزیر جېمز مېس وايي، امریکا به په افغانستان کې له فعالو وسله والو ډلو سره د اسلام اباد د مشکوکې مرستې پر سر د نورو ګامونو تر پورته کولو وړاندې د افغانستان په اړه له پاکستان سره د کار کولو یوه بله هڅه وکړي.
جېمز مېتس دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د امریکا په کانګریس کې د پوځي خدمتونو کمېټۍ ته په وینا کې کړې دي. هغه ویلي، موږ ته په کار ده چې یو ځل بیا له پاکستان سره د دې تګلارې پر عملي کولو کار وکړو.
د جېمز مېتس په وینا، که چېري د امریکا دا تر ټولو ښې هڅې هم ناکامې شوې نو بیا ولسمشر ټرمپ د هر ډول اړینو ګامونه پورته کولو ته تیار دی.
جېمز مېتس ویلي چې ډېر زر به اسلام اباد ته ولاړ شي خو هغه د خپل سفر نېټه نده په ډاګه کړې.
خبري رسنیو ویلي چې امریکا د پاکستان پرضد د یو شمېر ګامونو په اړه بحث کوي په کوم کې چې د پاکستان د غیر ناټو اتحادي حثیت ختمول هم شامل دي.
جېمز مېتس په پرونۍ غونډه کې د دې خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي ، دی باور لري چې په دې اړه به بحث کېږي.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د حضور په اړه د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټس خبرداری ورکړ چې له افغانستانه وتل به د امریکا لپاره حتمي خطره وي.
جېمز مېټس دا خبره هغه وخت کړې چې کانګریس ته یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د زیاتولو پلان تشریح کاوه.
جېمز میټس ویلي چې تر درې زره زیات نور امریکايي عسکر افغانستان ته لېږل کېږي چې هلته وار له مخه به موجود له ۱۱ زره امریکايي عسکرو سره یو ځای شي.
هغه ویلي، په لومړي ځل افغان ځواکونه په پوره توګه د وسله والو پرضد په جګړه بوخت دي.