د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې پر روسیې د سختو بندیزونو غوښتنه


د اروپايي ټولنې د پارلمان بهرنیو اړیکو کمېټې په سېشنبه پر روسیې د سختو بندیزونو غوښتنه وکړه.

دغې کمېټې د "ختیځ مشارکت" په نوم د هېوادونو د مشرانو له هغې غونډې مخکې چې ټاکل شوې، د نومبر پر ۲۴مه نېټه په بروکسل کې جوړه شي، یو لړ وړاندیزونه تصویب کړي دي.

په دې وړاندیزونو کې پر روسیې د سختو بندیزونو پر لګولو سربېره د ګرجستان، مالدوا او اوکراین په څېر د ختیځ مشارکت «E.A.P» له هېوادونو سره د اروپايي ټولنې د اړیکو پر نېږدې کېدو ټینګار شوی دی.

دا وړاندیزونه الزامي بڼه نه لري او کېدای شي د اروپايي ټولنې د مشرانو له خوا په نظر کې ونه نیول شي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې غوښتي چې د ختیځ مشارکت «E.A.P» یا هغو هېوادونو لپاره دې چې اروپايي ټولنې سره یې د مشارکت قراردانونه لاسلیک کړي، یو متبادل او اوږدمهال مکانیزم جوړ شي، څو بالاخره هغوی ته د دې زمینه برابره کړي چې د اروپايي ټولنې د ګمرکونو، انرژۍ او ډیجیټل اتحادیو او شینګڼ زون سره یو ځای شي.

ګرجستان، مالدوا او اوکراین هغه هېوادونه دي چې له اروپايي ټولنې سره یې د مشارکت تړونونه لاسلیک کړي دي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې همدارنګه وړاندیز کړی دی چې د اوکراین، ګرجستان او مالدوا لپاره دې، د ملاتړ یو صندوق رامنځته شي، څو په دغو هېوادونو کې په پانګونې تمرکز زیات شي.

همدارنګه په اوکراین کې یې د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره د مرسته کوونکو د یوه کانفرانس جوړېدل غوښتي، په ځانګړې توګه هغه بشري اړتیاوې چې له اوکراین څخه د روسیې له خوا د کریمیا د ټاپووزمې بېلونې او د دې هېواد په ختیځ کې له روس پلوو بیلتون غوښتونکو سره د شخړې له کبله زیاتې شوې دي.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له اوکراین څخه د کریمیا ټاپووزمه بېله کړه او له هماغه وخته د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

تر اوسه پورې د اوکراین د حکومتي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ جګړو کې شااوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي دي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کېمټې پر روسیې د سختو بندیزونو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د اروپايي ټولنې د یو لړ اقدامانو سربېره، تېرو کلونو کې په سیمه کې د مسکو پوځي حضور زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG