د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وسله والو خوشي شوې کورنۍ کاناډا ته ورسېده


جوشوا او د هغه امريکايي ميرمن کيتلين کولمن په ۲۰۱۲م کال کې په افغانستان کې تښتول شوې وو.

په کرمه ایجنسۍ کې د وسله والو له ولکې خلاصه کړل شوې کورنۍ اوس په کنېډل کې خپل کور ته رسېدلې ده.

کنېډا ته له رسېدو سم دستي وروسته جوشوا بويال خبري رسنیو ته ویلي چې تر تښتول کيدو وورسته وسله والو د هغه يوه ماشومه لور وژلې او پر ميرمن يې جنسي تيری کړی وو.

تيره شپه د کينيډا ټورنټو ښار ته تر رسيدو وروسته جوشوا بويال وويل ، دغو کسانو خلاف دی کاروايي وکړل شي چې په دې ناوړه پيښه کې ککړ وو.

جوشوا بويال له دوی سره پر شوې دې پېښه رسنیو ته نور تفصيلات نه دي ورکړي. او وسله والو هم په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جوشوا او د هغه امريکايي ميرمن کيتلين کولمن په ۲۰۱۲م کال کې په افغانستان کې تښتول شوې وو.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارات ویاند نفېس زکریا ويلي دي چې د امریکا لخوا د استخباراتې ما لوماتو په بنیاد د پاکستان د پوځ ځانګړو ځواکونو دا کورنۍ وژغورله.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان پوځ وویل ، په کورمه قبايلې سيمه کې یې د وسله والو پرضد د عملیاتو پر وخت دا کورنۍ راخوشي کړې ده.

XS
SM
MD
LG