د دې اوونۍ خپرونې ته مو ځوان سندرغاړی، علي بابا خان مېلمه کړی وو.
نوموړي په يوه سندره کې د پښتو صوفي شاعر رحمان بابا ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کړي دي.
علي بابا خان وايي، غواړي په پښتو موسيقۍ کې نوې تجربې وکړي.
د نوموړي دا خبرې او څو سندرې په اوونيزه خپرونه (هارون باچا هنري ګړۍ) کې اورېدای شئ.