ددې اوونۍ مشال مرکه له ليکوال اومحقق ډاکټر محب وزير سره شوې ده.
نوموړي له پېښور پوهنتونه پې پي اېج ډي کړې ده.
د پې اېچ ډی د مقاله موضوع يې “په پښتو افسانه او ناول: د يوولسم سپټمبر اثرات” چې وروسته په کتابي بڼه کې هم چاپ شوه.
محب وزير د “پښتونستان تحريک او پښتو شاعري” په نوم يو بل کتاب هم ليکلی دی.
نوموړی دا وخت د چارسدې باچا خان پوهنتون کې د پښتو ژبي او ادب ښوونکی دی.