د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ مېلمه مو موسيقار نذير ګل استاد وو.
نوموړي يوه اوږده موده د پېښور راډيو او ټيلي ويژن د موسيقۍ په پروګرامونو کې هارمونيم غږولی.
ده يو شمېر شاګردان روزلي او له هغوی یې سندرغاړي جوړ کړي دي.
نذير ګل استاد وايي، خوښ دی چې پښتنو او د پاکستان حکومتي ادارو د ده کار ته درانه کتلي.
د نوموړي دا خبرې او د شاګردانو سندرې یې په خپرونه کې اورېدای شئ.