د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر اعلا وزیر چې باور نه کوي، پرضد به یې کاروايي کېږي'


د بلوچستان اعلا وزیر ثناء الله زهري
د بلوچستان اعلا وزیر ثناء الله زهري

په بلوچستان اسمبلۍ کې د ځینو حکومتي او مخالفو غړیو له لوري درې ورځې مخکې پر صوبايي اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري د باور نه کولو تحریک (تحریک عدم اعتماد) راوړلو پس په مرکزي ښار کوټه کې سیاسي هلې ځلې زیاتې شوې دي.

د شورو په ورځ د اتحادي حکومتي ګوندونو لکه پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند پارلېماني غړیو جلا جلا غونډې شوې او په هغه کې یې د اعلا وزیر د ملاتړ اعلان کړی دی. د یادو ګوندونو له غړیو سره د لیدو پرمهال اعلا وزیر ویلي دي چې د اسمبلۍ ۴۷ غړي یې اوس هم ترڅنګ ولاړ دي.

د اعلا وزیر سیاسي سېکرېټري ملک زاهد کاکړ مشال راډیو ته وویل، که د عدم اعتماد تحریک کې د مسلم لیګ ن کوم غړي هم د خپل اعلا وزیر خلاف رایه ورکړه نو د ایین او قانون له مخې به یې پرضد ګام اخلي. ځکه چې په عدم اعتماد تحریک کې مله د مسلم لیګ ن غړي د خپل ګوند او خپل مشرتابه خلاف روان دي.

بل لور د مسلم لیګ ن ګوند صوبايي جنرل سېکرېټري نصیب الله بازيي هم د چارشنبې ماښام په کوټه کې یوه خبري کانفرنس ته وویل، چې د ځینو کسانو په خواهیش حکومتونه نه شي بدلېدلی.

دی وايي، د اعلا وزیر خلاف په دې سازش کې دوه درې کسان ښکېل دي، هغوی د خپلو ځاني ګټو لپاره جمهوریت او ګوند دواړو ته زیان رسول غواړي خو د ده په وینا ګوند به یې دغه کار ته هېڅکله پرېنږدي. او هغوی به ډېر ژر له ماتې سره مخامخ شي.

په اسلام اباد کې د مسلم لیک ن ډلي مشر میا محمد نوازشریف د تحریک عدم اعتماد د ناکامه کولو په موخه د سېنېټر راجه ظفرالحق په مشرۍ یوه درې کسیزه کمېټۍ ګمارلې ده چې د دغه ستونزې هوارولو لپاره د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره وویني.

بل خوا د اسمبلۍ له لوري د بلوچستان ګورنر ته په استول شوي لیک کې د اسمبلۍ غونډه د روانې میاشتې پر نهمه نېټه د رابللو غوښتنه شوې ده. د اسمبلۍ په دغه غونډه کې به د تحریک عدم اعتماد لپاره رایې هم اچول کېږي چې اعلا وزیر یې د ناکامه ولو لپاره ۳۳ رایو ته اړتیا لري.

دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې په بلوچستان کې د مسلم لیک ن، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند ګډ حکومت دی. د صوبايي اسمبلۍپه ۶۵ غړیو کې د مسلم لیګ ن ۲۱،د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ۱۴ او د نېشنل ګوند ۱۱ غړي شامل دي. دغه ډول په حزب اختلاف کې د جمعیت علما اسلام (ف ) ۸ ،مسلم لیک (ق) ۵، بلوچستان نېشنل ګوند ۲، عوامي نېشنل ګوند او وحدت المسلمین ۱،۱ غړی لري.د بلوچستان کورنيو چارو لیرې کړل شوي وزیر میر سرفراز بګټي ادعا کړې چې دمسلم لیګ ن ډېری غړي دا وخت د تحریک عدم اعتماد په صف کې ولاړ دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG