د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله يو وياند جاوېد فېصل د جنورۍ په شپاړسمه مشال راډيو ته وويل باور لري چې د پاکستان چارواکو د نړيوالو فشارونو سره مقابلې لپاره دا خبر مطبوعاتو ته ورکړی او داسې ښودل غواړي چې د سولې لپاره هڅې کوي چې دوی پرې باور نه لري.
د طالبانو د قطر له دفتره اسلام اباد ته مولوي شهاب الدين دلاور او قاري دين محمد ورغلي وو. يو بل دريېم کس هم وو چې قطر ته يې د پاکستان پېغام وړی دیاسلامي اژانس
هغه زياتوي: ((له پاکستان څخه طالبان همېشه ځي. بېرته ورته راځي. د کوټې شورا او د پېښور شورا هملته ده. که د سولې خبرې هم ورسره کوي نو د طالبانو رهبري هملته ده، هر وخت يې ورسره کولی شي. دې ته په کتو سره موږ د پاکستان په هيڅ راتلونکې اقدام باور نه شو کولی. دا سفر د افغانستان حکومت لپاره هیڅ مطرح نه دی.))
له پاکستانه خپرېدونکې ورځپاڼې، ډيلي ټايمز په يو رپورټ کې ويلي چې څو ورځې مخکې د طالبانو يو پلاوی اسلام اباد ته تللی وو او له هغه ځايه يې د قطر غېررسمي دفتر ته د اسلام اباد دا پېغام ويوړ چې افغان حکومت سره دې خبرې وکړي. خو فېصل وايي پر دې چل ښه خبر دي. د هغه په وېنا پاکستان او طالبان په ژمي کې د سولې خبرې کوي خو په پسرلي کې د جګړې ډګر تود ساتي.
په همدې حال کې د جنورۍ په شپاړسمه، د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کريم خليلي کابل کې خبريالانو ته وويل دوی د طالبانو سره په غېر مستقيم ډول رابطې لري او غواړي دا تماسونه رسمي مذاکراتو ته لار هواره کړي. ((دا مهال په ملي او نړيواله کچه سولې لپاره ښه شرايط رامنځته شوي او موږ له هيلو پر ډک پړاو ګام اخيستی دی.))
دې وروستيوو کې امريکايي چارواکو پر پاکستان له وسله والو ډلو څخه د لاس اخيستو لپاره فشارونه ډېر کړي دي. د دې کال په لومړۍ نېټه د امريکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وويل چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې پېسې اخيستې خو په بدل کې يې د ترهګرو پر ځای د کار پر ځای واشنګټن ته دروغ ويلي او دوکه يې ورکړې ده.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې درې مياشتې مخکې پاکستان ته يو خط لېږل شوی او په هغې کې ترې غوښتنه شوې چې مذاکرات دې په دوو برخو کې وي. يو د کابل او اسلام اباد ترمنځ او بل طالبانو سره د افغان حکومت خبرې چې بل هيڅ هېواد بايد پکې برخه ونه لري. پاکستاني چارواکو د دې ليک ځواب نه دی ورکړی.
چين په افغانستان کې اقتصادي ګټې لري. د داعش له پراخېدو هم وېريږي نو کولی شي پر پاکستان فشار واچوي.حکمت الله اعظمي
خو څېړونکی حکمت الله اعظمي وايي جګړې ختمولو لپاره بايد ټول سيمه ييز هېوادونه د سولې په بهير کې دخيل شي. ((طالبان سل په سلو کې خپلواکه نه دي او خپلې مهمې پرېکړې پخپله نه شي کولی. نو لکه څرنګه چې د افغانستان په جګړه کې ډېر سيمه ييز هېوادونه لاس لري، همداسې يې بايد سوله کې هم کردار وي.))
طالبانو او پاکستاني چارواکو په رسمي ډول تر اوسه پورې له قطر څخه د طالبانو د رپورټ شوي سفر په اړه څه نه دې ويلي. اسلام اباد د کابل او واشنګټن دا تور هم ردوي چې وايي طالب وسله والو ته يې په خپله خاوره ځای ورکړی دی.