امریکا د مالیزیا د حکومت له خوا چین ته د یوولسو اویغور مسلمانانو د احتمالي سپارلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
رویټرز خبري آژانس پرون راپور ورکړ چې ۱۱ اویغور مسلمانان چې تېر کال په ټایلنډ کې له شلو نورو کسانو سره له یوه زندانه تښتېدلي وو په مالیزیا کې نیول شوي دي او پېکېنګ د مالیزیا له حکومت سره د هغو د استرداد په اړه خبرې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند رویټرز خبري آژانس ته په دې اړه د یوه ایمیل په ځواب کې لیکلي، متحده ایالات له دې کبله ډېره اندېښنه لري چې ښايي دا اویغور وګړي چین ته وسپارل شي.
په پیغام کې د چین پر چارواکو غږ شوی چې د بشري حقونو د نړیوالو اصولو له مخې د ټولو هغو کسانو په اړه چې دې هېواد ته سپارل کېږي شفاف معلومات ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مالیزیا څخه هم غوښتي چې دا خبره یقیني کړي چې دا کسان په جبري ډول چین ته ونه سپاري ځکه د بند او شکجنې له قوي ګواښ سره مخامخ دي.
چین په سینکیانګ ایالت کې د اویغور مسلمانانو د شکنجې او توقیف او د هغو پر دین او کلتور د سخت محدودیت له کبله د نړیوالو له سختو انتقادونو سره مخامخ دی.