د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: دیني عالمان په خطبو کې د سولې پیغام خپروي


د افغانستان په ننګرهار کې د ختيځ زون په کچ په سلګونو ديني عالمانو په يوه غونډه کې ژمنه وکړه چې په خپلو خطبو کې به د دولت وسله والو مخالفینو ته د سولې او امن پېغام ورکوي.

د افغانستان د ختيځ زون کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولایتونو دیني عالمان د افغانستان د سولې د عالي شورا په بلنه د دوشنبې په ورځ د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته ورټول شوي او په يوه مشورتي ناسته کې يې پرېکړه وکړه چې په خپلو سيمو کې په خپلو خطبو کې د دولت وسله والو مخالفینو ته د سولې او امن پېغام ورکوي.

د افغانستان د سولې د عالۍ شورا د اجراییه کمېټې غړي مولوي عطاالله لودین له ديني عالمانو وغوښتل چې د سولې د عالي شورا په استازولۍ دې د دولت وسله وال مخالفین د سولې خبرو ته چمتو کړي:

''دې کې شک نشته چې د دولت وسله وال مخالفین به وايي چې موږ د سولې شورا په وساسط خبرې نه کوو، زموږ دغه مسلسلې او مختلفې جرګې چې په ولایاتو کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو سره جریان لري، په همدې اساس هر هغه کس چې د افغانستان تابعیت لري او په دغه جغرافیه کې اوسېږي، د سولې د عالي شورا په استازيتوب باندې کولای شي چې د مذاکراتو دروازه خلاصه کړي. که چېرته په رښتیا د هغوی غوښتنې د خلکو د ارادو ممثلې وې، معقول پېشنهادات يې لرل، که د هر چا په لاس باندې دوی موږ ته پېغام رالېږي او دوی په خبرو کې شرکت کوي، موږ يې استقبال کوو.''


د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، که دیني عالمان د خپلو منابرو له لارې د سولې او من غږ پورته کړي، نو مثبته نتیجه به ورکړي:

''غږ مې په علماوو دا دی چې که له دې وروسته موږ په يوه فکري اجماع باندې نتیجې ته ورسېږو، او بلاخره له هماغې اجماع نه وروسته د خپل ممبر او محراب نه د سولې، حق او عدالت غږ پورته کړو، زه په دې باور لرم چې موږ او تاسو به نتیجې ته رسېږو.''

د دیني عالمانو په استازولۍ مولوي رحيم الله ژمنه وکړه چې ټول ديني عالمان به د سولې د راوستو په لار کې خپله ونډه اخلي:

''موږ د سولې ملاتړ کړی دی، غوښتونکي يې یوو، امن کې مو ژوند دی، امن کې مو اصلاح ده، امن کې مو عبادات دي او امن کې مو عزت دی. دا د قرآن کريم وعده ده چې په کوم قوم کې چې مصلحین موجود وي، الله رب العاملین هغه قوم هلاکت ته نه ورکوي.''


د ذکر وړ ده چې پرون يکشنبه په هرات کې د لويديځ زون د څو ولایتونو دیني عالمانو هم د سولې په تړاو ورته مشورتي غونډه وکړه چې افغان ولسشمر اشرف غني هم په کې ګډون کړی وو.


د افغانستان د سولې د عالي شورا استازي وايي چې ډېر ژر به د افغانستان په نورو درېیو زونونو کې هم له دیني عالمانو سره ورته مشورتي غونډې ولري او بیا به د افغانستان په مسلې د اسلامي هېوادونو مشهور دیني عالمان کابل ته راغواړي او د افغانستان د اوسني کړکېچ د له منځه وړلو لپاره به ترې سلا مشورې اخلي.

XS
SM
MD
LG