پراګ - د خیبر پښتونخوا په دیر ضلع کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې وايي، په راتلونکیو انتخاباتو کې دې د ښځو رایه اچونه یقیني کړل شي.
پروسږ کال په دسمبر کې هم د ښځو حقونو قامي کمېشن د دير په ضمني بلدياتي ټاکنو کې د ښځو په ووټ نه اچولو اندېښنه ښودلې وه او له انتخاباتي کمېشن يې د دغه ټاکنو د ناقانونه ګرځولو غوښتنه کړې وه.
په دیر کې د بشري حقونو مبارزه شاد بېګم وايي، د ځينو سياسي او مذهبي ګوندنو په سلا په دیر کې ښځې د ووټ له اچولو ودورل کېږي.
''ان هغه پارټیانې چې ځان ته ترقي پسند وايي او هغه پارټیانې چې خلک وايي دوی ترقي پسندې نه دي، د ښځو په اړه انتهاپسند سوچ لري، ګواکې صرف هغوی یې مخالف دي، زما په خیال دا سوچ ځکه سم نه دی چې د دیر په تاریخ هغه پارټیانې چې مشري د ښځو په لاس کې ده، هغوی هم داسې څه نه دي کړي. بلکې د هغو پارټیانو ملګري شوي دي چې ښځې له ووټ اچولو منع کوي او د هغو معاهدو ملګري شوي دي چې د ښځو په سیاست کې د راتللو مخنیوی کوي. په سیمه کې عام سختدریځه فکر پر سیاسي ګوندونو هم زیات اغېز کړی دی. او بل ترقي پسند ګوندونه د بدلون لپاره نعره نه لګوي.''
دا چې په دیر کې د ښځو د رايې اچونې لپاره سیاسي ګوندونه څه کوي، د عوامي نېشنل ګوند غړی عتیق خان وايي، له دیره سېنېټر زاهده خان هم د عوامي نېشنل ګوند غړې ده او دوی په سیمه کې د ښځو د ووټونو شرح زیاتولو لپاره ډېرې هڅې کوي.
''په دیر کې عوامي نېشنل ګوند اکثریت کې نه ده خو بیا هم موږ تر انتخاباتو وړاندې پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي ګونونه د رایوځای کولوهڅه کوو چې د ښځو ووټ اچونه زیاته کړل شي.''
د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی بشیر خان بیا وايي، د ګوند نعره یې هم بدلون راوستل دي نو د ښځو د پرمختګ په برخه کې مثبته تبدیلي غواړي . نوموړي زیاته کړه ښځو له دې ځانله پولینګ سټېشنې جوړې کړل شي.
''زموږ خو ګوند هم پر دې مشهوره دي چې جلسو ته یې زیاتې ښځې راځي. زما موقف دا دی چې ښځې دې ضرور په انتخاباتو کې برخه واخلي.''
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د پېښور څانګې ویاند سهیل احمد وايي، د ترميمي قانون ۲۰۱۷تر مخه چې په کومه حلقه کې د ښځو ووټونه تر ۱۰ فيصده کم وي هغه به ناقانونه ګرځول کېږي. د ۲۰۱۳ ز کال په عامو انتخاباتو کې هم په دير سيمه کې ښځې د ووټ له اچولو منع کړل شوې وې چې وروسته یې بیا اليکشن کمېشن نتېجې منسوخې کړې.
مشال راډيو د جماعت اسلامي دریځ اخېستو لپاره له سراج الحق سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو ورسره خبرې ونشوې.