د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۵۰۰۰ مېرمنې په غالۍ اوبدلو بوختې دي


شریفه احمدزۍ له تېرو یوولس کلونو راهيسې يې په جلال اباد ښار کې د قالین یا غالۍ اوبدلو په برخه کې کار کوي چې پر ننګرهار سربيره يې په کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې پينځه زره مېرمنې په دغه برخه کې په خپلو کورونو کې د روزګار څښتنې کړي دي.

په جلال اباد کې د مشال راډيو خبریال بازمحمد عابد له نوموړې سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د غالي جوړولو په برخه کې مېرمنو ته روزنه هم ورکوي او که څنګه؟

شریفه احمدزۍ: "موږ سره شپېته نفره ښځې او څلوېښت نفره نارينه، متعادین دي چې د معتادينو په شفاخانه کې د درملنې لاندې دي او هملته د قالین اوبدلو زده هم کوي. نورې مېرمنې په سنټر کې کار نه کوي، موږ ورته خام مواد کورونو ته رسوو او هغوی هملته کار کوي. موږ ته يو ښارګوټي هم د رييس جمهور لخوا اعلان شوی دی، په لنډو ورځو کې به موږ ته توزيع شي، بیا به هملته کارخانه هم وي، بیا به کارخانه کې تدريس ورکوو او کورونو ته به يې خام مواد رسوو."

مشال راډيو: "تاسو سره چې په کورونو کې ښځې کار کوي، شمېر به يې څومره تنو ته رسېږي؟"

شریفه احمدزۍ: "زه خو په څلورو ولایتونو کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار کې کار کوم. تر اوسه پورې موږ سره پينځه زره نفره راجستر شوي دي. په دوی کې څلور زره نفره عملاً کار کوي چې په دې کې زر نفره قالین بافان دي، درې زره نفره پشم ريشان دي چې هغوی پشم هم تاووي او رنګ هم ورکوي. دوه زره پشم تاوي او زر نفره ورته رنګ ورکوي. هر رنګ او هر تار جدا کوي او دا ټولې ښځینه دي."

مشال راډيو: "تاسو چې قالین تولید وکړئ، بیا يې خرڅلاو ته مارکېټ لرئ؟"

شریفه اجمدزۍ: "اول خو ما شرکت تنویر بيمه سره کار کولو، داود جبارخيل به زموږ قالین خارج ته لېږلې. خو اوس زیاتره قراردادونه له پاکستان سره لرو. ما مخکې هم ويلي چې دلته څوک نشته چې موږ سپوټ کړي، زموږ مال واخلي، دولت سره هم زموږ غم نشته، باید چې موږ بیمه کړي او زموږ تولید واخلي. زه دلته په افغانستان کې وړۍ اخلم، تار جوړوم، همدا تار زه په پاکستاني تجار خرڅوم، هغه بيرته ماته تار راکوي او زه ورته په مزدورۍ قالینې جوړوم."

مشال راډيو: "د قالنیو اوبدل ګټه لري؟"

شریفه اجمدزۍ: "دا کاروبار ډېرې پیسې ګټې، خو موږ ته کمه ګټه لاسته راځي، ځکه چې موږ څلورم، پینځم لاس ته ناست یوو، لکه ته چې لاړ شې، پاکستاني سره قرارداد وکړي، هغه بیا د بل تجار سره قرارداد کوي، هغه بیا راځي له موږ سره قرارداد کوي، یانې څلورم لاس قرارداد ته ناست يوو."

XS
SM
MD
LG