د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاريون شوی


په جلال اباد ښار کې د ګڼو مدني ټولنو استازو د يوه لاريون په ترڅ کې په خېبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړ او په نړیوالې ټولنې يې غږ وکړ چې د پښتنو د حق غوښتنې ملاتړ دې وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ کې دغه لاريون چې د ځوان بدلون مدني ټولنې يې تابیا کړې وه، په لسګونو مدني فعالانو په کې برخه اخيستې وه.

​د ځوان بدلون مدني ټولنې د بهرنيو اړيکو مسوول جلال یعقوبي د دغه لاريون په اړه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ، " کوزه پښتونخوا کې چې د پښتون ژغورنې کوم غورځنګ پيل شوی، دا واقعاً د ستایلو دی. هغوی بغاوت نه کوي، بلکې د خپلو د حقونو د غوښتنې لپاره لاريونونه کوي، موږ په بشپړ ډول د هغوی د حقونو د غوښتنې ملاتړي یوو. موږ په نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو په نړیوالو سازمانو غږ کوو چې د هغوی حقوق دې تظمین کړي."


د مدني جرګې يو تن فعال غړي اباسين بهير د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ غږ وکړی.

ده وویل " د هغوی د حمایت او ملاتړ لپاره مو غږ اوچت کړو، دلته هم په نړیوالې ټولنې او افغان دولت غږ کوو چې د پښتنو د دغه مدني حرکتونو ملاتړ وکړي."

لاريون کوونکو د باچا خان په مزار د ګلونو ګېډۍ هم کېښودې او د هغه روح ته يې دعا وکړه.

XS
SM
MD
LG