د ملالې يوسفزۍ پلار چې د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر پر نهمه نېټه په مېنګوره کې له خپله کوره و ووت نو هغه وخت د دې کور استوګن وو خو چې شاوخوا پنځ-نېم کاله وروسته ستون شو نو د خپل کور مخې ته يې د کوربه نه بلکې د مېلمه په توګه هرکلی وشو.
هرڅوک چې کور پرېږدي نو په خپل لاس ورته تاله لګوي او په خپل لاس يې خلاصوي. خو د ملالي کورنۍ نه کور ته په خپله کور ته تاله ولګوله او نه يې هم خلاصه کړه.
ضياء الدين يوسفزي په ۲۰۱۲ز کال په مېنګوره کې يوې غونډې ته وينا کوله چې خبر ورغلی وسله والو دې لور ویشتلې ده.
هغه سمدستي هسپتال ته ورسېد، بيا پېښور ته ولاړ او وروسته د ملالې د علاج لپاره د برتانيا برمنګهم ښار ته ولاړ او هم هلته پاته شو.
خو کله چې شاوخوا پنځ-نيم کاله وروسته مېنګورې ته سره له ملالې، مېرمنې او دوو زامنو د پخواني کور مخې ته له موټره کوز شو نو خپل زوړ ملګري فریدالحق چې د ده په پخواني کور کې اوس د کرايه دار په توګه ژوند کوي ورغاړې ووت او تر سترګو يې اوښکې روانې شوې.
ورپسې ملاله او مور تورپېکۍ یې راکوز شول او فریدالحق وايي، دواړو ژړل او چې هرکلي ته راغليو خلکو وليدل نو د هغو په سترګو کې هم اوښکې راغلې.
دا د خوشالۍ اوښکې وې.
ضیاوالدين نېغ حجرې ته ولاړ او د فريدالحق په خبره، په مځکه کښېنوست، لاسونه به يې پر مځکه کښېښودل او خاوري به يې په سترګو ښکلولې.
ملاله او مور يې کور ته ننوتلې او له خپلو پخوانيو ګاونډيو ملګرو او د ښوونځي له خوندکیو سره يې وليدل.
فريدالحق وايي چې کله هغه په ۲۰۱۳ کال کې د کرايه دار په توګه کور ته داخل شول نو په کور کې هرڅه هم هغسې خواره واره پراته ول لکه څنګه چې ملالې، مور، وروڼو او پلار يې د اکتوبر پر نهمه نېټه پرېښودلي ول.
فريدالحق دا هر څه خوندي کړل خو داوخت ملاله يوه اتله جوړه شوې وه نو ځکه د ده د هغې په شخصي شيانو کې دلچسپی پېدا شوه.
هغه وايي چې د ملالې د سکول د امتحانونو پرچې یې واړولې را واړولې او حیران شو چې هغې په هره ازموينه کې په سلو کې سل نمبرې اخيستې وې.
هغه جايزې، مېډالونه او جامونه يې په المارۍ کې په کتار کې کښېښودل چې ملالې د يوې زده کوونکې په حیث د سکول په مختلفو سياليو کې ګټلي ول.
ملاله چې شاوخوا پنځ-نيم کاله وروسته کورته ورغله نو دې المارۍ ته ودرېدله البته خلاصه يې نکړه. يو ځغلنده نظر ورباندې واچولی او يو تصوير يې ورسره واخیست.
ملاله او وروڼه يې هغه دېوال ته ودرېدل چې په ماشوموالي کې يې ورباندې خپل نومونه ليکلي ول.
ورور خوشال خان يې په انګرېزي کې خپل نوم پر المارۍ ليکلی وو، اتل خپل نوم ليکلی وو او ملالې غرونه، بهېدونکې وياله او شنه بوټې پر کاغذ انځور کړي ول چې پر دېوال يې لګولی وو.
فريدالحق چې کله دې کور ته کډه شو نو ټول کور ته يې رنګ ورکړ خو د ملالې انځور او د هغې د وروڼو نومونه يې پاک نه کړل.
ملاله هغو ونو ته ودرېده چې په وړوکوالي کې به يې ورڅخه مېوې خوړلې.
دا د د الوچو، مالټو او امردو ونې وې.
هغې په خندا کې له فريدالحق څخه و پوښتل چې په دې مېوو کې زما برخه چېرته ده.؟
هغه ورته و خندل، چې کله پخې شي نو د برتانيا ویزه به راولېږې او زه به يې درپسې در وړم.
خو د کورنيو په غړیو کې يوازې د ملالې مور تورپېکۍ وه چې هر وخت خاموشه خاموشه وه او د اوښکو په ژبه به يې خبرې کولې.
فريدالحق ورته تسلي ورکړه چې مه ژاړه، تاسو ته اوس خدای پاک عزت، دولت او شهرت درکړی دی او په ټوله نړۍ کې مو چکرونه وهلي دي. هر څه به خیر شي.
خو هغې ځواب ورکړ، زما هېڅ نه دي پکار، بس غواړم چې په خپل دې کور کې يم.