د مشال مرکې مېلمه د بلوچستان پښتون مېشتې سيمې ګلستان يو ځوان رفيع الله کاکړ دی.
هغه لوړې زده کړې د برتانيا له اوکسفرډ پوهنتون څخه کړې دي او د پرمختيايي چارو پوه دی.
نوموړی د پاکستان انګرېزۍ ژبو ورځپاڼو کې د پښتنو پر سياسي او اقتصادي چارو باندې مقالې هم ليکي.
په دې وروستيو کې د پښتون تحفظ تحریک په نوم چې د ځوانانو غورځنګ پیل شوی دی، رفیع الله د يوه ټولنيز فعال او د کارپوه په حېث د دې غورځنګ پر بېلا بېلو اړخونو رڼا اچوي.
د مشال مرکه کې هغه زياتره خبرې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر هلو ځلو کړې دي.