د لاسرسي ځای

تازه خبر

اهل تشیع: په پاکستان کې تحفظ غواړو


شيعه مظاهره چيانو د یکشنبې په مازيګر د ګوټې پر علمدار سرک احتجاجي غونډه وکړه او پکې يې د پاکستان له رياسته وغوښتل چې نور په ياد ښار کې د شيعه مسلکه کسانو وژنې ودروي.

د بلوچستان شيعه کنفرانس ټولنې مشر داود اغا مشال راډيو ته وويل، د دوی په غوښتنه په کوټه کې د فعالو يو شمېر سياسي او مذهبي ډلو غړيو د دوی په احتجاج کې ګډون ورسره وکړ.

د نوموړي په خبره، وسله والو د دوی زرګونه خلک وژلي او کورونه يې ورتباه کړي دي.

"په احتجاج کې تقريباً ۱۰۰۰۰ کسانو برخه راسره واخيسته. په دوی کې د سياسي او مدهبي ډلو غړي هم شامل ول. زموږ مهمې غوښتنې همدا دي چې ژوند ته مو پرېږدئ، تحفظ راکړئ او دهشت ګردي ختمه کړئ. تر اوسه پورې زموږ ۲۰۰۰ کسان شهيدان کړل شوي دي، درې نيم زره نور معذوران شوي دي، ۷۰۰۰ کورنۍ تباه شوې دي."

په کوټه کې د شيعه ګانو د هدفي وژنې په وروستۍ پېښه کې، چې د شنبې پر ورځ وشوه، دوه هزاره سوداګر ووژل شول.

د کوټې د پرونۍ احتجاجي غونډې يو بل ګډونوال، بوستان کېشتمند د شيعه ګانو د وژنو پړه د بلوچستان پر صوبايي حکومت واچوله.

د ده په وينا، د صوبې حکومت د دوی د امنيت ساتنې په چاره کې په بشپړه توګه ناکامه شوی.

"حکومت نومې هېڅ شی نشته. موږ له صوبايي حکومت د انصاف تمه نه لرو. په کوټه کې د هزاره ګانو د وژنو لپاره موږ د صوبې حکومت زمه وار بولو. حکومتي چارواکي د بجټ په پاس کولو او په غلو طريقو د پيسو په پيدا کولو کې بوخت دي. موږ د خپل امنيت غوښتنه د پاکستان له رياسته کوو، چې موږ ته تحفظ راکړي او د ترهګرو پر ضد عمليات وکړي."

د بلوچستان حکومت په تېرو وختونو کې په هغه صوبه کې د مېشتو شيعه ګانو له مشرانو سره په ليدنو کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې امنيت به يې ساتي.

خو د بلوچستان شيعه کنفرانس ټولنې مشر داود اغا وايي، دوی په دې نتيجه رسيدلي چې يوازې د پاکستان پوځ د دوی د حفاظت ضمانت ورکولی شي، او که يې ور نه کړي، دوی به خپل فرياد د ملګرو ملتونو پشمول نړيوالو ادارو ته و رسوي.

"که امن راکوې سمه ده، او که نه يې راکوې، موږ ملګرو ملتونو ته ځو. له خپلې مقدمې سره اسلام اباد ته ځو، هلته احتجاج کوو، له بشر دوسته تنظيمونو سره وينو. هغوی ته وايو چې له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې له موږ سره ناانصافي کيږي او دا چې موږ سخت مايوسه شوي يو. د پاکستان پوځ دې د هزاره ولس د تحفظ ضمانت ورکړي. که يې نه راسره من نو سوله ييز احتجاج کوو. موږ ډوډۍ، نوکرۍ، کورونه، هېڅ هم نه غواړو. موږ ته يو شی پکار دی او هغه تحفظ دی."

بل پلو د یکشنبې پر ورځ لسګونه هزاره ګانو چې زیاتره یې ښځې او ماشومان ول، د دوی د وژنو پر ضد د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي پرلت وواهه.

دوی د غوښتنو يې تر پوره کېدو پورې د نه خوړلو هوډ وکړ.

XS
SM
MD
LG