د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې اوه هندي انجينران تښتول شوي


افغان چارواکي وايي چې په بغلان ولایت کې اوه هندي انجینران او یو افغان وګړی تښتول شوې دي.

د بغلان پولیسو ویاند زبیح الله شجا د يکشنبې پر ورځ ویلي چې دا انجينران او افغان ډرایور یې په یو بس کې دولتي بجلي ګر ته روان وو چې په لاره کې وتښتول شول.

دغو انجينرانو د افغانستان برښنا شرکت سره کار کاوو.

د بغلان والي عبدالحي نعمتي مشال راډیو ته وويل چې د دې کسانو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG