د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان چیف جسټس ثاقب نثار وايي د هزاره وګړو ټولوژنه روانه ده


چیف جسټس ثاقب نثار
چیف جسټس ثاقب نثار

پراګ - د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ويلي هغه داسې انګېري چې په بلوچستان کې د هزاروو ټولوژنه روانه ده.

پر چيف جسټس ثاقب نثار او جسټس اعجازالاحسن مشتمل د پاکستان سپريم کورټ دوه کسيزه جرګه ګۍ د شيعه هزاروو هدفي وژنو لړ کې د ازخود نوټس مقدمې اورېدنه له هغه وروسته وکړه چې کله تېره مياشت يو ځل بيا په کوټه کې ځينې هزاره وګړي په نښه شول او چيف جسټس د مې پر دويمه نېټه د دې وژنو ازخود نوټس واخيست.

ثافب نثار پر دې مهال وويل چې د هغه په اند داسې ښکاري لکه په کوټه کې چې د هزاروو نسل وژنه روانه وي.نوموړي زياته کړه بايد د دې وژنو مخنيوي وشي.

د اورېدنې پر مهال د بلوچستان صوبې د پوليسو مرستيال مشر عبدالرزاق چيمه په خپل راپور کې وويل چې په صوبه کې په تېرو شپږو کلونو کې ۳۹۹ شيعه، ۳۶ سني او ۲۹ ابادکار د هدفي وژنو په ترڅ کې وژل شوي دي خو د هزاره ټولنې استازي دا شمېره شاوخوا دوه زره يادوي.

د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره د جمعې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې هغه او بيرسټر افتخار علي د هزاروو د هدفي وژنو لړ کې درخواستونه په سپريم کورټ کې جمع کړی و او له اوسنۍ عدالتي کاروايي څخه هيله من دی.

ده وویل، "د دومره لوی ادارې دومره لوی مشر چې خپله اقدام کوي، دلچسپي اخلي او هلته ځان رسوي نو په پېل کې د هزاره ټولنې د وګړو ناراضګي به تر ډېره کمه شي او دوی به څه نا څه ډاډمن شي. دوی اوس په ذهني توګه، اخلاقي توګه او په هره حواله تر ډېره مطمين کېدای شي چې يو څوک خو شته چې سوموټو نوټس يې واخيست او په دې اړه جدی دی."

چيف جسټس پر دې مهال پوليس او نورو امنيتي ادارو ته امر وکړ چې په دوو اوونيو کې دې د هزاروو هدفي وژنو پلټنيز راپور وړاندې کړي او د دې مقدمې اورېدنه به له روژې مياشتې وروسته کېږي.

که څه هم په کوټه کې د هزاره ګانو د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي خو وروستۍ هغه یې د اپرېل پر ۲۸مه نېټه وه چې کله پر جمال الدین افغاني سړک دوه هزاره سوداګر ووژل شول.

له دې يوه ورځ وروسته لسګونه هزاره ګانو چې زیاتره یې ښځې او ماشومان ول، د کوټې پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت وواهه او پر امنيتي ادارو يې نيوکې وکړې چې د دوی په امنيت ساتلو کې پاتې راغلي دي.

دوی غوښتنه کوله چې تر څو د پاکستان د پوځ مشر له دوی سره خپله نه وي ليدلي او د امنيت ډاډ يې نه وي ورکړی تر هغو به پرلت جاري ساتي.

وروسته جنرال قمر جاوېد باجوه کوټې ته سفر وکړ او د مې پر لومړۍ او دويمه نېټه يې د هزاره ټولنې له نارينه او ښځينه استازو سره ملاقاتونه وکړل او هغوی ته د امنيت ډاډ ورکړ چې بيا وروسته هغوی پرلت پای ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG