د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: د ملا فضل الله وژل کېده د کابل او اسلام اباد باور پرځای کولو پر لور مهم ګام دی


افغان ولسمشر اشرف غني د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله وژل کېده تائید کړل او هغه یې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اعتماد جوړونې پرلور یو مهم ګام وباله.

ولسمشر اشرف غني دغه اعلان د جمعې په ورځ په یوه ټویټري پیغام کې وکړ او ویې ویل چې ده په دې اړه له پاکستاني مشرانو سره خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې د پاکستان له وزیر اعظم ناصرالملک او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره یې په ټیلفون خبرې وکړې او هغوی ته یې د ملا فضل الله د مړینې خبر ورکړ.

افغان ولسمشر زیاته کړه چې د هغه وژنه د افغان امنیتي ادارو په مشرۍ د انساني نه ستړېدونکو استخباراتي هڅو نتیجه ده.

افغان ولسمشر د پاکستاني طالبانو د مشر د وژلو په اړه دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي چې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره د ملا فضل الله د وژل کېدو خبر ورکړ.

هغه وویل چې ملا فضل الله له څو نورو ملګرو سره د چارشنبې په ورځ د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې د امریکایي او افغان ځواکونو په ګډو هوایي عملیاتو کې ووژل شو.

پاکستاني امنیتي سرچینو هم د هغه مړینه تائید کړې، خو د دې هېواد دفاع وزارت ویلي چې په دې اړه د واشنګټن رسمي تائید ته انتظار باسي.

د امریکا پوځي چارواکو هم د نوم نه ښودلو په شرط د جمعې په روځ رسنیو ته تائید کړه چې ملا فضل الله چې امریکا هغه نړیوال ترهګر نومولی وو، په کونړکې د بې پيلوټه الوتکې په یوه حمله کې په نښه شوی و، خو د هغه د برخلیک او دا چې په دغه برید کې ټاکلی هدف له منځ تللی او که نه، په دې اړه یې زیات څه نه دي ویلي.

د افغانستان او پاکستان د چارو کتونکي ډاکټر محمد تقي مشال راډیو ته وویل چې د پاکستاني طالبانو ډېر مشران د پاکستان د پوځ له خوا نه بلکې د امریکایي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

په افغانستان کې د سولې په اړه د پاکستان په ګډون په څو اړخیزو غونډو کې د افغانستان حکومت تل پر دې تاکید کړی چې پاکستان باید پر وسله والو طالبانو د سولې خبرو ته د حاضرېدو لپاره د فشارونو ترڅنګ له توپیر پرته د سختدریځو وسله والو په وړاندې اقدام وکړي.

ورته غوښتنه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د تېر کال د اګست د میاشتې په اعلان شوې ستراتیژي کې کړې.

ملا فضل الله په ۲۰۱۲ کال د نوبل د سولې د جایزې پر ګټونکې ملاله یوسفزۍ چې هغه مهال یې د نجونو د زده کړې لپاره مبارزه کوله او لا یې دغه جایزه نه وه ګټلې هم د حملې مسؤل بلل شوی و.

XS
SM
MD
LG