نجيب شريف: په هېواد کې به سوله د موسيقۍ پر هنر مثبت اغېز وکړي
((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو کندهار مېشتی سندرغاړی نجيب شريف دی. ۳۷ کلن نجيب شریف اماتور (شوقي) سندرغاړی دی او له تېرو ۱۸ کلونو راهيسې د موسيقۍ له هنر سره تړلی دی. نوموړي د پښتو په ګډون په پنځو ژبو سندرې ویلي دي. له نجيب شريف سره د هغه پر هنر خبرې او د هغه څو سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.