اسفنديار ولي خان
د جولای تر پنځه ويشتمې ټاکنو مخکې د عوامي نېشنل ګوند غړو د کمپاين پرمهال د خپل مشر اسفنديار ولي خان هرکلی په داسې انداز کې وکړ چې ويل یې د نوموړي بری يقيني دی. خو د غېر رسمي او غېر حتمي نتيجو ترمخه نوموړي په چارسده کې د قامي اسمبلۍ په حلقه اين ای ۲۴ ټاکنې ونه ګټلې. بری د تحريک انصاف ګوند فضل محمود خان په برخه شو.د باچا خان لمسي او د ولي خان زوی، اسفنديار ولي خان په شل کلن سياسي ژوند کې دا دريېم شکست دی.
محمود خان اڅکزی
يو بل مخکښ پښتون سياستوال، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د قامي اسمبليوو په دوو حلقو اين ۲۶۳ د متحده مجلس عمل د صلاح الدين او په اين ای ۲۶۵ د تحريک انصاف ګوند د قاسم خان سوري پر وړاندې ټاکنې وبايللې.
محمود خان په ۱۹۷۳ کال کې په يوه بمي چاودنه کې د خپل پلار خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي تر وژل کېدو وروسته په عملي سياست کې فعاله کردار لوبول پېل کړي دي. د پښتنو حقونو لپاره له څلويښتو کلنو راهيسې مبارزه کوونکی اڅکزی څو ځل د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی پاتې شوی دی. د هغه ګوند په تېر حکومت کې د نواز شريف مسلم لېګ (ن) سره په اتحاد کې وو.
مولانا فضل الرحمن
د جمعيت علمای اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمن د جولای تر پنځه ويشتمې ټاکنو مخکې په يوه جلسه کې د خپل بري په اړه په ډاډ خبرې وکړي. هغه تر ټاکنو مخکې د څو مذهبي ګوندونو اتحاد متحده مجلس عمل جوړ کړ خو آن په ډېره اسماعيل خان کې يې پر دوو حلقو اين ای ۳۸ او اين ای ۳۹ د قامي اسمبلۍ ټاکنې وبايللې. د هغه په مقابله کې د تحريک انصاف ګوند علي امين ګنډاپور او محمد يعقوب شېخ کامياب شول.
له تېرو ديرشو کلونو راهيسې په قامي اسمبلۍ کې د غړي، د حکومت د اتحادي او يا هم د اپوزیشن د برخې په شکل کې فعاله سياسي کردار لوبونکي مولانا فضل الرحمان ويلي چې دی به په ټاکنو کې د درغليوو په اړه د واضح موقف اختيارولو لپاره د ټولو سياسي ګوندونو غونډه رابولي. د هغه د ګوند ي، بل مشر سياستوال او د خېبر پښتونخوا پخواني وزيراعلی اکرم خان دراني هم ټاکنې بايللې دي.
حاجي علام احمد بلور
د عوامي نېشنل ګوند يو بل مشر، حاجي غلام احمد بلور د پېښور په حلقه اين ای ۳۱ ماتې وخوړه او په مقابله کې يې د تحريک انصاف ګوند شوکت علي ډېرې رایې ويوړي. د مشهورې بلور سياسي کورنۍ سره تعلق لرونکی، حاجی غلاام احمد بلور درې ځلې وفاقي وزير پاتې شوی او په تېرو وختونو کې يې مشهورو سياستوالو لکه بينظير بوټو ته هم په ټاکنو کې ماتې ورکړې ده. د جولای په لسمه د هغه وراره او د عوامي نېشنل ګوند يو بل امېدوار هارون بلور د پاکستاني طالبانو په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
افتاب احمد خان شيرپاو
څو ځل وفاقي وزير پاتې شوی د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو بل هغه پښتون سياستوال دی چې د ۲۰۱۸ کال دې ټاکنو کې قامي اسمبلۍ ته بريالی نه شو. هغه د چارسدې پر اين ای ۲۳ د تحريک انصاف د امېدوار انور تاج په مقابل کې شکست خوړلی. شيرپاو له ۱۹۷۵ کال راهيسې سياست کوي او دا یې لومړی ځل دې چې پارلیماني ټاکنې بايلي.
سراج الحق
د ټاکنو د کمپاين پر مهال په باجوړ کې د انتخابي نښې منګي په اړه تر خبرو وروسته، د جماعت اسلامي ګوند مشر، سراج الحق دغه ويډيو پر ټولنيزو مطبوعاتو ډېره مشهوره شوه. خو له تېرو پنځه ويشتو کلونو راهيسې د پاکستان په سياست کې د فعاله کردار خاوند، سراج الحق دې طريقو په ټاکنو کې نتيجه ورنه کړه. هغه د قامي اسمبلۍ ټاکنې د دير په اين ای ۷ حلقه د تحريک انصاف ګوند محمد بشير خان په مقابله کې وبايللې.
ميا افتخار حسېن
د عوامې نېشنل ګوند جنرل سيکريټري ميا افتخار حسېن په نوښار کې د قامي اسمبلۍ په حلقه پي کی۶۵ ټاکنې بايللې دي.
دلته هم ګټونکی د تحريک انصاف ګوند امېدوار دی چې خليق الرحمن نومېږي.
نور سیاستوال
په مشهورو غېر پښتنو بايلونکو سياستوالو کې د کورنيوو چارو پخوانی وزير چوهدري نثار علي خان، پخواني وزيراعظمان، شاهد خاقان عباسي او يوسف رضا ګيلاني تر څنګ د مسلم لېګ (ن) سياستوالو او پخوانيوو وزیرانو، خواجه سعد رفيق، عابد شير علي او رانا ثنا الله شامل دي.