د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ټاکنو ته کتنه


د بلوچستان په پښتني او بلوڅ سیمو کې د ۲۰۱۸ ز کال د ۲۵ م جولای ټولټاکنو محمود خان اڅکزي په مشرۍ د دغه صوبې د سیاست یو بنسټښود مهم او لوی ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او بلخوا د حاصل بزنجو په مشرۍ د بلوڅانو یو ډېر غټ ګوند نېشنل پارټۍ د پاکستان قامي اسمبلۍ هېڅ یوه څوکۍ و نه ګټله، په صوبايي اسمبلۍ کې پښتونخوا معپ یوازې یوه څوکۍ وړې او نېشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ له استازیتوبه هم بې برخې شوه.

سیاسي شنونکي د بلوچستان سیاست لپاره دا یو ډېر لوی زیان بولي او وايي د دغه ګوندونو د ماتې یا شکست تر شا انتخابي لاسوهنه او په ووټونو کې درغلي هم یو لوی سبب دی.

په کوټه کې خبریال سید علي شاه د پښتونخوا معپ شکست یوه سخته سیاسي ضربه ګڼي او وايي چې دغه ګوند په ۲۰۱۳ کال کې ۱۴ صوبايي څوکۍ ګټلې وې خو اوس یې یوازې په کوټه ښار کې د صوبايي اسمبلۍ یوه امېدوار نصرالله زېري خپله څوکۍ ګټلې ده. او نېشنل پارټۍ خو ګرسره له استازیتوبه وتلې ده. خو نوموړی دا هم وايي چې مخکیني حکومت هغسې پرمختیايي کارونه و نه کړل چې ولس یې غوښتنه لري.

د کوټې یو بل خبریال شهزاده ذوالفقار د بلوچستان د تېر حکومت د مهمو سیاسي ګوندونو شکست یو لوی پرشاتګ بولي خو وايي چې په دغه صوبه کې تر ډېره هغه څهرې بیا کامیابه شوې دي چې له ۱۹۸۵ز کال راهیسې له مارشل لاګانو سره ملګري دي او په حکومت کې پاته شوي دي.

نوموړي د مشال راډيو د دې پوښتنې چې ټاکنې رڼې او شفافې وې که څنګه، ځکه چې ډېری ګوندونه په انتخاباتو کې د ټګۍ برګۍ تور لګوي؟ نو یې په ځواب کې وویل، ټاکنو ته شفافې نه شي ویلای ځکه چې مسلم لیګ نواز، پیپلز پارټۍ، متحده مجلس عمل، عوامي نېشنل پارټۍ، متحده قومي موومنټ، پاک سرزمین پارټۍ او ګڼې نورې په انتخاباتو کې د درغلیو او ټګیو تورونه لګوي. خو زیاتوي په بلوچستان صوبه کې ډېرو داسې امېدوارانو په ټاکنو کې شکست خوړلی چې هغوی په ډاګه د پوځ ملګرتیا کوله لکه د بلوچستان عوامي پارټۍ سرفراز بګټۍ، د ده په اند په ځینو ځایونو کې سم انتخابات شوي دي. د پاکستان ټاکنو کمېشن مشر سردار محمد رضا خان په ټاکنو کې درغلیو تورونه ردوي او ټاکنې رڼې او شفافې بولي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ولې ټاکنې وبایللې؟

د پښتونخوا ملي عوامۍ پارټۍ د اطلاعاتو سیکرېټري او د صوبايي اسمبلۍ د ژوب سیمې یوې څوکۍ ته ولاړ رضا محمد رضا هم تور لګوي چې د دوی ووټران په انتخاباتو کې نه دي پرېښودل شوي او زیاتوي چې د دوی ګوند دغه ټاکنې ردوي او درغلي یې بولي. نوموړي دا انجنیرډ ټاکنې وبللې چې د ده په خبره د پاکستان پوځي ایسټبلیشمنټ یې پلان تیار کړي وو او پاکستان الیکشن کمیشن یې د خپلځان یو اله کار ګرځولی وو.

دی زیاتوي چې انتخابات ټول د پوځ په کنټرول کې وو، د انتخاباتو مرکزونه، د هغې عمله، ټول انتخابي نظام، دا د دوی په اختیار کې وو. نوموړي ادعا کوي چې ولس دا ننداره او تماشه په خپلو سترګو لیدلې ده.

رضا محمد رضا تور پورې کوي چې د دوی ټول پولینګونه درول شوي ول، د دوی کارکنانو ووټ اچولو ته نه پرېښودل کېدل. او د انتخاباتو بهیر یې دومره ورو کړی وو چې په یوه ګنټه کې به یې یو ووټ هم نه اېله کولی.

نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په پاکستان کې تر هغو پاکې او رڼې ټاکنې نه شي کېدلای چې ترڅو د دغه هېواد ټول سیاسي ګوندونه پر دې متفقه او یوه خوله نه شي چې پوځ به نور په سیاست کې لاس نه وهي.

د پښتونخوا ملي عوامۍ پارټۍ د اطلاعاتو سیکرېټري رضا محمد رضا وویل که لس کاله پخوا د پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف تر امریت لاندې د انتخاباتو نه کولو پر پرېکړه عملي شوې وای او د پاکستان سیاسي ګوندونو د لندن میثاق جمهوریت باندې عمل کړی وای نو نن به جمهوري عمل ډېر پرمخ تللی وای.

د نوموړي په وینا د هېواد مهم سیاسي ګوندونه او خاصکار د پښتنو سیاسي ګوندونو مشران لکه د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی، د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق یې تر منظم پلان لاندې په انتخاباتو کې له شکست سره مخامخ کړل.

راتلونکي ۴۸ ساعته مهم دي

په ټاکنو کې د درغلیو او ټګیو په اړه له مشال راډيو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل پارټۍ د یو مخور سیاستوال، سیاسي شنونکي او پخواني سېنېټر افراسیاب خټک وینا وه چې له وړاندې یې د همدغسې نتیجو وړاندوینه کړې وه. دی وايي له ورایه ورته ښکارېدل چې په ټاکنو کې به ټګي کېږي. په کومه طریقه چې له ۲۰۱۴ زکال راهیسې د نواز شریف خلاف پلانونه جوړ کړل شول، په کومه طریقه چې د هغه خلاف پرلتونه ووهل شول، بیا نورې مظاهرې وشوې، بیا مقدمې شورو شوې، بیا چې څنګه په ګړندۍ توګه فیصلې وکړل شوې. نو دا خو له ورایه یو اتفاق نه ښکارېدلو. په داسې حالاتو کې به څنګه رڼې او پاکې ټاکنې کېدلې.

افراسیاب خټک د پاکستاني سیاست لپاره راتلونکې ۴۸ ساعته ډېر مهم وبلل چې په دې کې به ګوندونه د صف بندي کوي، څوک چېرته ځي او چېرته دري. په دې کې مهمه خبره دا ده چې هغوی په دا اوسنیو منتخیبو اسمبلیانو کې کښېني که نه. دوهم خبره دا ده چې دوی د دې خلاف احتجاجونو او مظاهرو ته ځي که نه؟

که څه هم په پاکستان کې ډېری سیاسي ګوندونو د ۲۵ م جولای پر ټاکنو نه یوازې خپلې اندېښنې ښودلې بلکې دا یې له ټګۍ برګۍ ډکې بللې او رد کړې دي خو د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان نن د جولای په ۲۶ مه په یوه ټېليویژني وینا کې وویل، پر ټاکنو د مخالفو ګوندونو لخوا د درغليو تورونو لګولو هراړخیزې پلټنې ته تیار دی. چې څنګه پلټڼې مخالف ګوندونه غواړي هم-هغسې پلټنې به وکړي.

XS
SM
MD
LG