د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد: امریکا د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کوي


خلیلزاد د پخواني امریکايي ولسمشر جارج ډبلیو بوش په واکمنۍ کې په کابل کې سفیر پاتې شوی
خلیلزاد د پخواني امریکايي ولسمشر جارج ډبلیو بوش په واکمنۍ کې په کابل کې سفیر پاتې شوی

پراګ - په کابل کې امریکا پخواني سفیر، زلمي خلیلزاد ویلي د امریکا دریځ لا هم دا دی چې د افغانستان د مسایلو په اړه فیصله باید د افغانستان د حکومت او د طالبانو په ګډون د نورو اړخونو ترمنځ وي.

په وروستیو کې د قطر پلازمېنې، دوحې ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الېس ولز د تګ او هلته د طالبانو له یو شمېر استازو سره د هغې د کتنې یا خبرو په اړه متعدد راپورونه خپاره شول.

زلمي خلیلزاد په عمومي ډول،د امریکا او طالبانو د خبرو د امکان یا څرنګوالي په اړه وویل،امریکا یوازې هڅه کوي چې د افغانستان د مشروع حکومت استازي او د طالبانو په ګډون نور اړخونه د مخامخ کېناستلو او خبرو تر مرحلې سره ورسېږي.

زلمی خلیلزاد: د سولې د حرکت پړی به د افغانانو په لاس کې وي.

خلیلزاد د اګست پر اتمه له مشال راډیو سره په مرکه کې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو په اړه خوشبیني څرګنده کړه او ویې‌ویل:

"یوه مسله د پخوا په پرتله له سولې سره د طالبانو زیاته علاقه ده، بله د اختر په ورځو کې د اوربند ټینګېډل او د بندیانو خوشې کېدلو مسئله ده چې په دې ورځو کې ډېرې خبرې ورباندې کېږي، نو د ځیني پرمختګونو لپاره اميد شته، خو دا اوږده لار ده."

زلمي خلیلزاد پر دې ټینګار وکړ چې د سولې د حرکت پړی به د افغانانو په لاس کې وي.

زلمي خلیلزاد پر دې ټینګار وکړ چې د سولې د حرکت پړی به د افغانانو په لاس کې وي.
زلمي خلیلزاد پر دې ټینګار وکړ چې د سولې د حرکت پړی به د افغانانو په لاس کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د سیاسي چارو مرستیال میروسلاف ینچا د افغانستان د حکومت د سولې هڅې او د نوي اوربند پلان ستایلی دی.

هغه په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسېدو لپاره د سیاسي هڅو او ډیالوګ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د غوښتنې په صورت کې ملګري ملتونه مرستې ته تیار دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال: په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسېدو لپاره، د غوښتنې په صورت کې ملګري ملتونه مرستې ته تیار دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو له سیاسي دفتره په خبرپاڼه کې د اګست پر اتمه خپره شوه، ویل شوي چې مېروسلاف ینچا په کابل کې د افغانستان د حکومت له استازو او خپلواکو،ناحکومتي سیاسي مشرانو سره د حکومت او طالبانو د سولې پر مختلفو اړخونو خبرې کړې دي.

​د افغانستان د حکومت او وسله‌ والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو له پیل سره د مرستې لپاره د هڅو په لړ کې د اګست پر نهمه د خلکو د سولې ولسي حرکت، د کابل په غازي سټېډییم کې غونډه کوي.

XS
SM
MD
LG