د هند وتلی ليکوال او خبريال کلديپ نير د ۹۵کلونو په عمر کې د زيارت په شپه په نوي ډلي کې په حق ورسېد.
نوموړی په برتانيه کې د هند سفير پاته شوی او يو له هغو کسانو وو چې د پاکستان او هند ترمنځ تعلقاتو په ښه کولو کې تر مرګه پورې فعاله وو. پښتون سياستوال افراسياب خټک د پاکستان او هند د اړيکو ښه کولو په بهېر کې څو ځلې له کلديب نير سره ملاقاتونه کړي.
د مشال راډيو همکار عبدالحي کاکړ په دې اړه له افراسياب خټک سره مرکه کړې او په سرکې ورڅخه د کلديپ نير د شخصيت په حقله پوښتنه کړې ده.