د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا له روسیې څخه د هند وسلو اخیستو اندېښمنه کړې


روسیه او هند پخواني پوځي تعلقات لري
روسیه او هند پخواني پوځي تعلقات لري

پراګ - د امریکا د دفاع وزارت یو لوړ پوړي چارواکي ويلي چې هېواد یې د دې ضمانت نه شي ورکولای چې د هند لخوا له روسه د اېس ۴۰۰ میزایلي نظام اخیستو په صورت کې به نوي ډلي د بندیزونو مبرا وي.

د اسیا د چارو لپاره د امریکا دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي رینډېل شریور دا بیان د اګست پر ۲۹مه وروسته له هغې ورکړې چې کانګریس روانه میاشت د یو قانون له مخې پینټګان ته اجازت ورکړ چې روان کال د امریکايي بندېزونو لاندې راغلو روسیو دفاعي کمپنیانو څخه د دفاعي وسلو اخیستونکي هېوادونه له پابندیانو مبرا ګرځولای شي.

دا په هغه صورت کې چې دغه هېوادونه له واشنګټن سره دفاعي اړېکې جوړوي او پر روسي وسلو د انحصار کولو نه پشا کېږي.

د میډيا په رپورټونو کې د هند مثال ورکول کېدو چې ښايي د دغه قانون له امله ورته ګټه ورسېږي.

خو شریور په واشنګټن کې د کارنیجي انیډاومنټ فار انټرنشنل پیس نومي ادارې ته د وینا په وخت وویل داسې تاثر ورکول کېږي چې هند باندې به پابندیانې نه لګي او مکمل تحفظ به ورته حاصل وي خو په اصل کې داسې نه ده بلکې که هند له روسیې سره په دې برخه کې نوې سودا کوي نو امریکا اوس هم ورباندې ډېرې اندېښنې لري.

XS
SM
MD
LG