د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان های کورټ مشري ښځې ته ورکول څومره ارزښت لري؟


سیده طاهره صفدر د خپلې عهدې سوګند اخلي.
سیده طاهره صفدر د خپلې عهدې سوګند اخلي.

پراګ ـ د پاکستان ښځينه فعالينو د بلوچستان های کورټ د مشرې په توګه د سيده طاهره صفدر ټاکنه ستايلې ده او وايي، دا لوموړی ځل دی چې يوې ښځې ته د فيصلې واک او اختيار ورکول کېږي.

سيدې طاهرې صفدر د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه په کوټه کې سوګند پورته کړ. نوموړې د پاکستان په تاريخ کې لومړنۍ ښځه ده چې د يو لوړ عدالت مشره جوړېږي.

کله چې سيدې طاهرې صفدر د خپلې عهدې سوګند واخېست نو پر ټولنیزو رسنیو، په تېره بيا پر ټويټر په دې اړه ډېر غبرګونونه مخې ته راغلل.

په دې کې سياستوالان، خبريالان، د ښځو د حقونو فعالين او د نظر نور خاوندان شامل وو.

د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی او د بلوچستان های کورټ نوې مشره سیده طاهره صفدر
د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی او د بلوچستان های کورټ نوې مشره سیده طاهره صفدر

د ښځو پر ستونزو د ستاويزي فلمونو جوړونکې ثمرمن الله د اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وويل، د سيده طاهره صفدر ټاکنه نه يواځې د پاکستان بلکې په خاصه توګه د بلوچستان د ښځو لپاره ډېر سمبولیکه اهميت لري. د نوموړې په وینا، د سيده طاهره صفدر ټاکنه په دې هم ډېر ارزښت لري چې يوې ښځې ته د فیصلې واک ورکړل شوی دی.

ثمرمن الله وايي، د پاکستان په ټولو ادارو که پارلېمان وي او که جرګه ښځو ته د فيصلې واک ترلاسه نه وي خو د سيده طاهره صفدر پر داسې عهده ګمارل شوې ده چې ورسره به د فيصلې واک او اختيار هم وي.

ګلالۍ اسماعيل د ښځو د سياسي بېدارۍ لپاره د اوير ګرلز په نوم يوه غير حکومتي اداره چلوي. نوموړې د جستس طاهره صفدر ټاکنه د خوشالۍ خبره ګڼي خو وايي چې بايد په ټول عدالتي نظام کې دښځو رول پراخ کړل شي.

نوموړې زياتوي، په عدالتي نظام کې د ښځو د رول له پراخېدو سره به د ښځو لپاره د انصاف ترلاسه کول اسانه شي. د نوموړې په وينا، کله چې ښځو ته دا مالومه شي چې په عدالتونو کې يواځې سړي نه بلکې ښځې هم ناستې دي نو هغوی به هڅه کوي چې ددې نظام برخه شي.

د پاکستان د نفوسو شمېر شاوخوا ۲۰۸ ملينه دی چې پکې د ښځو شمېر څه دپاسه ۴۸ فيصده ده خو د ښځو د حقونو فعالين وايي چې ښځو ته د هېواد په هرډول چارو کې هغومره رول نه دی ورکړل شوی څومره چې د هغوي حق دی.

د پاکستان پخواني څارنوال ملک قيوم مشال راډیو ته وويل،بايد چې په عدلیې کې د ښځو شمېر زيات شي.

نوموړي زياته کړه، بايد ججانو ته د ترقيانو ورکولو پر وخت ښځو ججانو ته زيات ارزښت ورکړل شي او ددې ترڅنګ بايد په عدالتونو کې زياتې ښځې د ججانو په توګه و ګومارل شي.

د بلوچستان های کورټ نوې مشره سيد طاهره صفدر په ۱۹۵۷ کې په کوټه کې زېږدلې ده او هم په دې ښار کې يې لومړنۍ او لوړې زدکړې ترلاسه کړې دي.

نوموړې په ۱۹۸۲ز کال کې سول جج جوړه شوې وه او په ۲۰۰۹ز کال کې د بلوچستان های کورټ جج شوه.

د دې پلار امتياز حسين باقري حنفي د بلوچستان يو له مشهورو وکيلانو وو.

XS
SM
MD
LG