“د سېپټمبر ۱۱ ملبه په پښتنو پرېوته”
۱۷کاله وړاندې د سېپټمبر په ۱۱مه په امریکا کې د ترهګرۍ بریدونو په نړیوال سیاست ، اقتصاد او ټولنیز ژوند ډېر ژور اثرات پریښودل.د دې په نتیجه کې په افغانستان کې جنګ او د پاکستان په پښتون میشته سیمه کې تشدد ، بیقراري او بیکوري رامنځ ته شوه. دې پېښو د پښتنو په ژوند ژواک څه اغیز پریښې دی؟ د کرښې پر غاړه په خپرونه کې په دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.