د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ملاکنډ او پخوانۍ فاټا کې د ځان وژنو لاملونه او مخنوی؟


په ملاکنډ او پخوانۍ فاټا کې د ځان وژنو لاملونه او مخنوی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او پخوانيو قبايلي سيمو کې د ځان وژنو پر رجحان، لاملونو او مخنيوي باندې بحث شوی دی.

د خېبر پښتونخوا ملاکنډ ډويژن پوليس وايي، په دې سيمه کې د سږکال په لومړيو اتو مياشتو کې ۳۴۶ کسانو ځان وژنه کړې ده.
د دوی په وينا، د ډويژن په اوو ضلعو کې سوات هغه سيمه ده چې پکې تر ټولو زيات ياني ۲۲۲ کسانو ځان وژلی دی.
د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان ډبليو اېچ او وايي، په نړۍ کې هرکال شاوخوا اته لاکه کسان ځان وژني چې پکې زياتره د هغو هېوادونو دي چې په اقتصادي توګه کمزوري دي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او پخوانيو قبايلي سيمو کې د ځان وژنو پر رجحان، لاملونو او مخنيوي باندې بحث شوی دی.
په سوات کې د ښځو د ښګېړې لپاره د غير حکومتي ادارې شرکت ګاه مشره نيلم رحيم، د سوات ډاکټر نعیم الحق او په ډېره اسماعيل خان کې د نفسياتو پوه ډاکټر منير دي.
XS
SM
MD
LG