د پاکستان د کورجوړونې پخواني وزير او د اپوزيشن ګوند جمیعت علما اسلام يو مشر حاجي رحمت الله کاکړ ويلي چې ددې هېواد د وزيراعظم له خوا د ۵۰ لاکه کورونو جوړولو پلان ورته عملي نه ښکاري.
عمران خان د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د ۵۰ لاکه کورونو جوړولو د منصوبې پرانستې وکړه او وې ويل چې نن د زيارت په ورځ به په ابتدايي توګه د هېواد په اوو ښارونو کې د کورونو پر جوړولو کار پیل شي.
د نيا پاکستان هاوسنګ سکيم په نوم ددې منصوبې له مخې به دغه ۵۰ لاکه کورونه په راتلونکيو پنځو کالونو کې جوړېږي.
خو رحمت الله کاکړ د زيارت په ورځ مشال راډیو ته وويل چې په دې منصوبه کې ورته ډېرې نېمګړتياوې ښکاري.
په دې اړه پوره مرکه په لاندېنې لنک کې اوريدئ شئ