د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې خپله بريا اعلان کړه


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

پراګ - د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګرېس د دوو خونو [استازو جرګې او سېنېټ] لپاره د دې هېواد په منځمهاله ټاکنو کې بريا اعلان کړې ده. نوموړي دا اعلان نن [نومبر اوومه] په داسې حال کې وکړ چې د هغه حريف ډيموکراټ ګوند د ريپليکن ګوند په پرتله په استازو جرګه کې زياتې چوکۍ تر لاسه کړي او په لومړي ځل يې د ده په اداره کې يو وېشلی کانګرېس رامنځ ته کړ.

ټرمپ نن وويل چې تاريخ ته په پام نه کولو سره نن په ټاکنو کې د ريپبليکنانو لويه ورځ وه. نوموړي دا خبره د کانګرېس په سېنېټ کې د لږ اکثريت ګټلو په حواله وکړه.

د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلې ښيي چې ډېموکراټانو د استازو په جرګه کې اکثریت تر لاسه کړی او رېپبلېکنانو پر سېنېټ خپل کنټرول پر ځای ساتلی.

ډېموکراټانو ژمنه کړې چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ محاسبه به کوي.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګه ۴۳۵ څوکۍ لري او ښکاري چې ډېموکراټانو د تېر پرتله پکې له ۲۵ زیاتې څوکۍ ګټلې دي او په دې توګه یې اکثریت ترلاسه کړی. د ډېموکراټانو بریا ښيي چې ولسمشر ټرمپ به ښايي له د خپلې واکمنۍ په پاتې دوو کلونو کې له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ وي.

د نومبر پر شپږمه امریکايي ولس د استازو جرګې ټولو، د سېنېټ له ۱۰۰ څخه پر ۳۵ او له ۵۰ ایالتونو څخه د ۳۶ د والیانو ټاکلو لپاره رایې واچولې.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG