چارسده ـ د خېبر پښتونخوا د بېلا بېلو سرکاري کارخانو پخوانیو مزدورانو د نومبر پر۱۱مه، په احتجاج کې له حکومته غوښتنه وکړه چې ورته دې د ماشومانو د تعلیم ایلاونس او پوره پنشن په ګډون پوره حقونه ورکړل شي.
د مزدورانو د ټولنې « متحده لیبر فیډریشن » صوبايي چیرمین اجملي خان وايي،په ټول ملک کې د اوو لکو پورې کسان پر پنشن ژوند کوي نو حکومت له پکار دي چې د دغو خلکو د ژوند د کچې د لوړولو لپاره اقدامات وکړي:
((څه د پاسه پنځه زره پنشن نه نن سبا هېڅ هم نه جوړېږي، پکار ده چې دا پنځلس زره شي. بندې کارخانې دې فعالې شي، د مزدورانو د کالونیو دې مالکانه حقوق ورکړل شي.))
یو ریټایرډ شوی مزدور مختیار وايي پخوا به یې بچو ته ویړیا زده کړې ورکول کېدې خو اوس دغه سهولت هم ترې اخېستل شوی دی.
افضل خان د چارسدې پیپر مل څخه ریټایرډ شوی مزدور دی، هغه وايی، اوس بوډا دی، کمزوری دی خو بیا هم مجبور دی چې بچو له د رزق ګټلو لپاره کار وکړي. نوموړی وايی وزیراعظم عمران خان دې له دوی سره انصاف وکړي.
مشال راډیو د مزدورانو له صوبايي وزیر امجد علي څخه د هغه د نظر اخیستو لپاره رابطه وکړه خو هغه د مصروفیاتو له کبله له خبرو کولو ډډه وکړه.