د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لېوي او خاصه دارو سرتېري به تر روزنې وروسته په پولیسو ورګډ شي: حکومت


حکومت وايي، د لېوي او خاصه دار ځواک سرتېري به هم تر روزنې وروسته په پولیسو ورګډ کړي
حکومت وايي، د لېوي او خاصه دار ځواک سرتېري به هم تر روزنې وروسته په پولیسو ورګډ کړي

پراګ - د خیبر پښتونخوا حکومت په قبایلي سیمو کې د پولیسو پر نظام عملي کولو کار پیل کړی او وايي، په اووه واړه ضلعو کې ۱۰۰ تاڼې جوړوي.

د اعلا وزیر سلاکار او د صوبايي اسمبلۍ سیاستوال ضیا الله بنګش د نومبر ۱۴مې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، وزیراعظم عمران خان د خیبر پښتونخوا د حکومت ټولو ادارو ته امر کړی دی چې قبایلو ته د دولتي ادارو د غځولو چارې دې عملي کړي.

د پاکستان دولتي راډیو د نومبر پر ۱۴مه وویل، د نومبر پر ۱۳مه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د حکومتي استازو او د پولیس چارواکو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په قبایلو کې به شاوخوا ۴۵ زره پولیسان ځای پر ځای کوي چې پکې ۲۲ زره به هغه پوځي او پولیس سرتېري وي چې اوس رېټایر شوي خو دوی یې بیا ګوماري.

بنګش وايي، په وفاقي بجټ کې د قبایلي سیمو د هرې څانګې پیسې د خیبر پښتونخوا اړونده چارواکو ته انتقال شوي یا انتقالېږي او په سېپټېمبر کې د وزیراعظم جوړه کړې کاري ډله ټول اصلاحاتي بهیر څاري.

د پاکستان پارلېمان، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ او پخواني ولسمشر ممنون حسین د ۲۰۱۸ز کال د مې په وروستۍ اوونۍ کې اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره قبایلي سیمې قانوناً په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.

په جولای کې په انتخاباتو کې تر اکثریت تر لاسه کولو او په خیبر پښتونخوا او وفاق کې د حکومت تر جوړولو وروسته، تحریک انصاف ګوند د اصلاحاتو د عملي کولو بهیر پیل کړ.

خو په صوبايي او قامي اسمبلیو کې د اپوزیشن سیاستوالان د اصلاحاتي بهیر پر رفتار او نیمګړتیاو نیوکې کوي او د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار حکومت ته اصلاحاتو ژر عملي کولو امر کړی.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیشن عوامي نیشنل ګوند یو سیاستوال خوشدل خان وايي، ګوند یې قبایلو ته د پاکستان د ټولو ادارو او قوانینو د غځولو ملاتړی دی خو د دې چارو ورو رفتار اندېښمن کړي دي.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی او د متحده مجلس عمل سیاستوال مولانا جمال الدین وايي، حکومت ورسره ژمنې کړې وې چې لومړی به په قبایلو کې د خلکو د بیا ابادۍ او د تعلیم او صحت په څانګو کې اصلاحات عملي کوي خو دا یې نه دي کړي.

د ده په خبره، په قبایلو کې د لېوي او خاصه دارو ځواک موجود دی، هغه سرتېري دې وروزل شي او ورڅخه دې پولیس جوړ شي.

جمال الدین وايي، د قبایلي سیمو خلک له بهره ورغلي پولیس افسران او سرتېري نه مني.

قبایلي سیمو ته د پولیسو نظام ورغځولو پر ضد په مومندو، خیبر، باجوړ او ځېنو نورو سیمو کې هم خلکو او د لېوي او خاصه دار ځواک غړو مظاهرې کړې دي.

خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د قبایلو د ځواکونو ټول سرتېري به د روزنې تر بشپړېدو وروسته په پولیسو ورګډ کړي.

XS
SM
MD
LG