د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر مېنګل: د تحريک انصاف حکومت لاهم پر شوي تړون عمل نه دی کړی


د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر ويلي چې واکمن تحريک انصاف په شپږ نکاتي تړوند عمل کولو په لړ کې لاهم د ډاډ وړ پرمختګ نه دی کړی.

اختر مېنګل مشال راډیو ته په ځانګړې مرکه کې ويلي چې حکومت ځينې اقدامات د معاهدې برعکس کړي دي.

نوموړي زياته کړه،

(( تر اوسه چې څه شوي دي هغو ته په کتو سره به زه څنګه مطمينه شم. د حکومت ځينې فيصلې د تړون ضد دي. لکه چې له سعودي عرب سره په رېکوډک کې د معدنياتو را اېستلو معاهده چې دا د شپږ نکاتي موافقې ضد کار دی. د تړون پنځمه ماده دا ده چې افغان کډوال به په باعزته طريقه ستنول کېږي خو د پاکستان وزيراعظم پخپله راځي او وايي چې هغو ته پکار ده شهريت ورکړل شي. دا خبره هم د شوې موافقې خلاف ده.))

د اختر مېنګل د تازه څرګندونو په اړه مو د تحريک انصاف له مشرانو سره د رابطې کوشش وکړ خو بريالي نشو.

په تړن کې د لادرکه بلوڅانو د موندلو، په بلوچستان کې د ډېمونو جوړول او افغان کډوالو هېواد ته ستنول هم شامل وو.

د جولايي ۲۵ مې تر انتخاباتو وروسته تحريک انصاف د حکومت جوړولو لپاره د بلوچستان نېشنل ګوند د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره له دې ګوند سره يو شپږ نکاتي تړون کړی وو.

دا تړون د تحريک انصاف سنېير نايب صدر او د پاکستان د بهرنيو چارو اوسني وزير شاه محمود قريشي د بلوچستان نېشنل پارټۍ له مشر اختر مېنګل سرهد اګست پر اتمه نېټه په کوټه کې په ګډه خبري غونډه کې اعلان کړ.

په تړن کې د ځينو نورو خبرو ترڅنګ د لادرکه بلوڅانو د موندلو، په بلوچستان کې د ډېمونو جوړول او افغان کډوالو هېواد ته ستنول شامل وو.

افغان کډوالو ته د شهريت ورکولو خبره عمران خان په کراچۍ کې د سپټمبر پر ۱۷ مه نېټه کړې وه خو بيا يې يوه ورځ وروسته وضاحت وکړ چې ددې خبرې مقصد يې کډوالو ته د شهريت ورکولو په اړه په هېواد کې دننه یو بحث پيلول وو.

البته اختر مېنګل پخپله وايي چې په تړون کې ويل شوي چې پر دغو خبرو به په يوه کال کې عمل کېږي چې په ټاکل شوي وخت کې لا هم شاوخوا اته مياشتې شته.

XS
SM
MD
LG