د پکتیا د کرهڼې، اوبو او مالدارۍ ریاست وایي چې دوی په دې ولایت کې د زڼغوځیو ځنګلونو بیا راټوکولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
د یاد ریاست چارواکي وایي چې پهدې ولایت کې د زڼغوځيود ځنګلونو د بیا راټوکولو لپاره د دې ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په منډهېر کوریه کې په پلاسټیکي کڅوړو کې ۲۰ زره زڼغوځي کرلي دي چې وروسته بیا د دې ولایت د زڼغوځيو ځنګلونو د بیا غوړولو لپاره ورڅخه ګټه پورته کېږي.
پکتيا د افغانستان د زڼغوځيو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دی چې د دغو ځنګلونو یوه برخه لهمنځه تللې، خو اوس د کرهڼې وزارت د زڼغوځيو ځنګلونو د بيا-راټوکولو په هڅه کې دي.