د افغانستان د هلمند ولایت چارواکي وايي چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د ولايت مرکز لښکرګاه څلورمې حوزې باباجي او سپين مسجد سيمې له کلونو سقوط وروسته بیرته له طالبانو ونیولې او دا مهال د امنيتي پوستو د ځای پر ځای کولو او د سيمو په تصفيوي علمیاتو بوخت دي.
د ولايت مقام نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د میوند درې په نوم عملیات څو ورځې وړاندې پېل شوي ول چې د نادعلي په مربوطاتو کې د بُغرا پر غاړه د کوفکې او د ګرشک ولسوالۍ لوري ته دوام لري.
د لښکرګاه څلورمه حوزه باباجي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې وه.
درې کاله کېږي چې د هلمند یو شمېر مهمې سیمې لا هم د طالبانو په ولکه کې دي. د نادعلي لوی مانده او د ښار څلورمه حوزه باباجي ښار ته نېږدې دوې ډېرې مهمې سیمې دي چې حکومتي سرتېرو ته په لاس ورځي.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دې ویلي.