د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له وسله والو نیول شوې وسلې ډایاګ ته وسپارل شوې


ننګرهار کې نیول شوي وسلې تصویر.
ننګرهار کې نیول شوي وسلې تصویر.

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکو دوه سوه دولس ميله هغه سپکې او درنې وسلې چې پولیسو د پلټنو پر مهال لاسته راوړې وې، په رسمي توګه د ډایاګ پروګرام ته وسپارلې.

د ډایاګ د پروګرام مسوولین وايي چې دا وسلې به د دفاع وزارت په وسله تون کې ترمیم شي او بېرته به افغان ځواکونو ته ورکړل شي.

د ننګرهار پوليسو د جلال اباد ښار په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې د پلټنو پر مهال او د سولې له پروسې سره د يو ځای شويو وسله والو ډول ډول وسلې د ننګرهار چارواکو د سېشنبې په ورځ د امنیه قوماندانۍ په انګړ کې د د ننګرهار والي حیات الله حیات په لاسونو د ډایاګ پروګرام مسوولینو ته وسپارلې.

نوموړي د وسلو د سپارلو په موقع خبریالانو ته وویل ، " د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې د دښمن نه ۱۳۰ ميله ډول ډول وسلې لاسته راغلي او په تړاو يې دېرش تنه نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي."

حیات الله حیات زیاته کړه چې "یو اویا تنه د دولت مخالف وسله وال چې د څلور اویا ميله ډول ډول وسلو سره د سولې پروسې سره يو ځای شوي وو، ټولې دوه سوه دولس میله ډول ډول وسلې کېږي چې نن مو رسماً د ډایاګ پروګرام ته وسپارلې."

د افغانستان په ختېځ کې د ډایاګ پروګرام مسوول ډګروال غلام حسین امیرزاده وايي، د دفاع وزارت په وسله تون کې دا وسلې ترميميږي او بیرته افغان ځواکونو ته ورکول کېږي.

ده وویل ، "دغه وسلې په مختلفو کټه ګوريو ويشل کېږي، کومې چې د ترميم وړ وي، د ارود په فابریکه کې ترمیميږي او بېرته د وسله والو پوځ ته د امنیت ساتلو لپاره ورکول کېږي."

دی وايي چې د تېر يوه کال په دوران کې تر دې وړاندېهم له ننګرهاره اته سوه شل ميله ډول ډول وسلې ډایاګ پروګرام ته سپارل شوي دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG