د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ابوظهبۍ مذاکرات څومره مهم دي؟


۲۰۱۸ په اکتوبر کې د ماسکو په غونډه کې ګډون کونکي طالب استازي: فوټو رویټرز
۲۰۱۸ په اکتوبر کې د ماسکو په غونډه کې ګډون کونکي طالب استازي: فوټو رویټرز

پراګ - په متحده عربي اماراتو کې په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې د ډېسېمبر پر ۱۷ مه شروع شوي چې درې ورځې دوام لري.

په دې خبرو کې د طالبانو د پلاوي ترڅنګ د پاکستان،سعودي عرب او د متحده عرب اماراتو استازي ګډون لري.

افغان حکومت د ډېسېمبر پر ۱۸مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ کې پلاوی په خبرو کې د ګډون لپاره ابوظهبي ته رسیدلی دی.

کارپوه سمیع یوسفزی وایي په ابوظهبي کې کېدونکې دا ځل خبرې له طالبانو سره پخوا د شویو خبرو پرتله ډېرې مهمې ځکه دي چې دا ځل د طالبانو سیاسي او نظامي چارواکو ترڅنګ او په طالبانو کې نفوذ لرونکي هېوادونه پکې ګډون کوي.

''مخکې به خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ کېدې، دا ځل پکې مهمه دا ده چې د طالب استازو ترڅنګ پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو استازي هم پکې شریک دي، دا ځل پاکستان پر طالبانو د پخوا پرتله زیات فشار راوړ چې خبرو ته کښېني. بل دا وار خبرې یو ډول د طالبانو د مشر تر نظر لاندې کېږي.''

نوموړي زیاته کړه، دا وار په خبرو کې طالبانو له مرکزي شورا ملا عباس اخوند، د حقاني شبکې یو استازی او د دوی مهم قومندان قاري یحیا حقاني، د ملا هبت الله اخوند د دفتر مشر امیر خان متقي او د طالبانو د پېښور شورا کمانډر محب الله حماس هم ګډون لري.

رویټرز خبري اژانس د ډېسېمبر پر ۱۸مه، په خپاره کړي راپور کې د خپلو سرچینو له خولې ویلي چې د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د شپږ میاشتني اوربند او په افغانستان کې د موقت حکومت په موضوع خبرې شوي خو د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د ډیسمبر ۱۸ مې په شپه ناوخته په ټویټر په خپره کړې اعلامیه کې دا رد کړل او وې ویل له امریکایي لوري سره یې یوازې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون په موضوع خبرې کړي دي.

د افغانستان د اجرایه ریاست مرستیال ویاند امید مېثم د ډیسمبر په ۱۸ مه مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي و، په ابوظبهي کې د افغان حکومتي پلاوی به هاغه ورځ طالب استازي مخامخ خبرې کوي.

خو زبیح الله مجاهد له افغان پلاوي سره د لیدو د امکانات رد کړل.

کار پوه سمیع یوسفزی وایي د سولې لپاره په خبرو کې د افغان دولت شتون ضروري دی، ځکه چې د افغان دولت پرته دا خبرې پر مخ نشي تللی

''د طالبانو یوه غوښته داده چې خپل بندیان خلاص کړي خو دغه بندیان د افغان دولت سره دي، له امریکایانو سره نه دي. زما په خیال طالبان له افغان دولت سره خبرو ته کیني خو لومړی غواړي چې له امریکایانو سره خپل مسایل کړي او له دې وروستو افغان دولت سره خبرې وکړي''

په ابوظبهي کې د روانو خبرو او یا هم په مخکې وختونو کې له طالبانو سره د امریکایي لوري مذاکرات تراوسه امریکا منلي او یا رد کړي نه دي خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي غواړي په افغانستان کې له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکې په هاغه هیواد کې د سولې په اړه کومې موافقې ته ورسیږي.

له سمیع یوسفزي سره بشپړه مرکه د غږ په ځایې کې اوریدلی شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:28 0:00

XS
SM
MD
LG