د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ساختماني موادو د کیفیت په اړه ۵ ورځنی سيمینار


په ننګرهار کې سیمینار.
په ننګرهار کې سیمینار.

په جلال اباد کې د انجينرۍ يوه خصوصي شرکت د یو شمېر دولتي او غير دولتي موسسې د انجينرانو لپارهپه پينځه ورځنی روزنیزه ناسته کې د ساختماني موادو د ټیسټونو او د ساختماني پروژو د کيفیت د کنټرول په اړه نظري او عملي زده کړه ورکړې.

په جلال اباد کې د هسک انجينري خدمتونو په نوم يوه خصوصي شرکت د يو شمېر هغو دولتي او غیر دولتي ادارو د انجينرانو لپاره چې په ساختماني برخه کې کار کوي، پينځه ورځنی روزنیز ټریننګ ترتیب کړی چې په لسګونو انجینرانو ته يې په ساختماني چارو کې د موادو د ټیست او د ساختماني پروژو د کیفیت د کنترول په اړه بېلابېلې نظري او عملي زده کړې ورکړې.


د یاد خصوصي شرکت مشر انجينر اباسین بهير د دغه ټریننګ په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:(( په دغه روزنیز پروګرام کې زموږ د خپلو کسانو د ظرفیت لوړونې تر څنګ د ښاروالۍ او زراعت ریاست انجينرانو هم برخه اخیستې وه. دلته د بېلابېلو ساختماني موادو او د هغې د ټسټونو په اړه نظري او عملي کارونه تر سره شول. دا ټريننګ زموږ د دفتر له لورې په وړیا توګه تر سره شو.))

په دغه روزنيز ټرينګ کې د دولتي او غير دولتي ادارو په لسګونو انجینرانو او د پوهنتون يو شمېر محصلانو برخه لرله.

انجينر اجمل قاري زاده چې د ننګرهار د کرنې رياست اړوند د کيفیت د کنټرول په برخه کې کار کوي او په دغه ټريننګ کې يې برخه اخیستې وه، وايي چې په دغه ټريننګ کې له برخې اخيستو له امله به دوی د خپلو ساختماني پروژو نظارت په ښه شان سره وکړای شي.

((کوم ټریننګ چې موږ ته د هسک انجينري خدمتونو له لورې جوړ شوی و، دا د ټریننګ د سول انجینرانو او په ځانګړې توګه د هغو انجینرانو لپاره چې د کیفیت د کنټرول په برخه کې کار کوي، ډېر ګټور و. په دې ټریننګ کې موږ ډېر څه لاسته راوړل. اوس موږ کولای شوو چې د دې ټریننګ په اثر په خپلو پروژو کې په مستقیم ډول نظارت وکړو.))

انجینر اسرار احمد عمرخېل چې له جلال اباد ښاروالۍ سره د ساختماني پروژو د کیفیت د کنټرول په برخه کې کار کوي، وايي چې له دې روزنیزې ناستې په بنیاد به دوی له خپلو پروژو نه په سمه توګه نظارت وکړي:

(( په دې پينځه ورځني ټریننګ کې موږ ته د ساختماني موادو د تيسټ او کیفیت د کنټړول په برخه کې زده کړې راکړل شوې، اوس موږ کولای شوو چې په راتلونکي کې به موږ دا په پام کې نيسو، هغه که د سرکونو د جوړولو نظارت وي او که د نورو ساختماني ودانيو نظارت وي. او هره ودانيزه پروژه چې تر سره کېږي، موږ به يې دغو نورمونو ته په نظر کې نيولو سره نظارت کوو.))

د ذکر وړ ده چې هسک انجينري خدمتونه د تېرو یوولسو کلونو راهیسې د ساختماني موادو د تيسټ او ساختماني پروژو د کیفیت د کنټرول په برخه کې کار کوي چې پر ننګرهار سربېره په کابل او مزار شريف کې هم څانګې لري.

د دغه شرکت چارواکي وايي چې دوی به په کابل او مزار شريف کې هم دولتي او غیر دولتي موسسو د انجینرانو لپاره ورته ټریننګونه هم ترتیب کړي.

XS
SM
MD
LG